روغتيا

په بدخشان ولایت کې د شري ناروغۍ  کچه  ۹۵ سلنه راټیټه شوې  

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۹, ۱۴۰۲

د بدخشان د عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې د ماشومانو د شري د پېښو له ۹۵ سلنه کموالي خبر ورکړی او څرګندوي، چې تېر کال په دغه ولایت کې د شري ۵۴۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د بدخشان د عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو د څارنې مسوول محفوظ سلطاني په دې اړه ویلي: له نېکه‌مرغه سږ کال د شري ناروغۍ ډېرې کمې پېښې شوې دي، چې له کلینیکي پلوه په څو پېښو کې محدودې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په تېر کال کې د شري ۵۴۶ مثبتې پېښې ثبت شوې. په داسې حال کې چې په ۲۰۲۲ کال کې دغه شمېر ۸۷۰۰ ته رسېده. 

د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د واکسین له پلې کېدا سره د شري ناروغۍ او د دغې ناروغۍ له کبله د ماشومانو د مړینې کچه راټیټه شوې ده.

د بدخشان ولايت د مرکز فيض‌آباد ښار په يو روغتيايي مرکز کې د بستر ماشوم مور رعنا ویلي؛ تېر کال د دوی ډېر ماشومان پر شري اخته شوي وه، خو د دغې ناروغۍ له واکسين وروسته د شري پېښې کمې شوې دي.

د بدخشان ولایتي روغتون د ماشومانو د څانګې مشر محمد اکبر بیغش وايي، چې په وروستیو میاشتو کې پر شري ناروغۍ د اخته ماشومانو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دغه ولایت کې د شري ناروغۍ کچه د تېر کال پر پرتله ۹۵ سلنه کمه شوې ده.

ویل کیږي، چې د شري ناروغۍ د پېښو د کمېدو لامل د دې ناروغۍ د واکسین عملي کیدا او په دې اړه د پوهاوي د کمپاین ډېرېدل دي.

Trending

Exit mobile version