تازه خبرونه
په برلین کې دوه افغان وروڼه د خپلې خور د وژلو په تور محاکمه شول
آلماني چارواکي څرګندوي؛ په برلین کې د چارشنبې پر ورځ (د کب ۱۱) دوه افغان وروڼه د خپلې خور د وژلو پر تور محاکمه شول.
چارواکو زیاته کړې، دې وروڼو خپله خور؛ ځکه وژلې، چې د افغانستان فرهنګي ارزښتونه یې له پامه غورزولي وه.
د برلین څارنوالۍ په ډاګه کړې: دغو ۲۳ او ۲۷ کلنو افغان وروڼو د تېر کال په جولای میاشت کې خپله ۳۴ کلنه خور برلین راوغوښته؛ لومړی یې مړه کړې او بیا یې ترې اورمېږ پرې کړی دی.
آلماني چارواکو ویلي، چې دا نجلۍ له کلونه کلونه راپدیخوا په جرمني کې له خپلو دغو وروڼو سره اوسېدلې وه. دې په ۱۶ کلنۍ کې واده کړی و؛ خو د ورځ تر بلې د ډېرېدونکي تاوتریخوالي له کبله یې خپل میړه ته طلاق ورکړی و.
د جرمني څارنوالانو ويلي؛ دې دوه وروڼو د خپلې خور له وژلو وروسته د هغې مړی په یوه بکس کې ځای پر ځای کړ او بیا یې په ریل ګاډي کې باواریا ایالت ته لېږداولی دی.
د څارنوالانو د څرګندونو له مخې، بیا دواړو د خپلې خور مړی د یوه ورور کور ته نږدې ښخ کړ.
دواړه شکمن کسان، چې د اګست له میاشتې راپدیخوا په بند کې دي؛ د تور له ثابتېدو وروسته به کیدی شي پر عمري بند محکوم شي.
