تازه خبرونه

په بغلان ولایت کې د هلوټرسټ د دفتر ۱۰ ماین پاکان وژل شوي

Published

on

امنیتي سرچینو ویلي، چې تېره شپه د وسلوالو طالبانو په برید کې د هلوټرسټ د ماین پاکانو پر دفتر وسلوالو برید کړی:؛ ۱۰ کسان یې وژلي او ۱۴ نور ټپیان دي.

کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په ډاګه کړې؛ تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې وسلوالو طالبانو د ماین پاکانو پر دفتر برید کړې، چې د لومړنيو څرګندونو له مخې ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.

امنیتي سرچینو ویلي، دغه پېښه د مرکزي بغلان ولسوالۍ د شیخ جلال په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

د دغې پېښې ټپیام او مړي د پلخمري حکومتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

ولسي سرچینو ویلي، چې د ټپیانو شمېر ۱۷ کسانو ته رسیږي او د برید کوونکیو مخونه پټ ول.

د پېښې مسوولیت تر دې دمه هیچا ندی منل.

وسلوالو طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي او پر ماین پاکانو برید یې غندلی دی.

Trending

Exit mobile version