Connect with us

تازه خبرونه

په بلخ ولایت کې د ولسمشر اشرف غني پر مشرۍ امنیتي غونډه جوړه شوه

Published

 on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۲, ۱۴۰۰)

د ولسمشرۍ د څرګندونو له مخې؛ ولسمشر اشرف غني بلخ ولایت ته د خپل سفر په لړ کې نن سهار په یوه لویه امنیتي ناسته کې د بلخ او ګاونډ ولایتونو د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره لازمې لارښوونې وکړې.

ارګ ویلي؛ دغه ناسته، چې د بلخ ولایت په مقام کې  جوړه شوې وه؛ لومړی امنیتي چارواکو د بلخ ولایت او ګاونډ ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل او خپل پلانونه یې له ولسمشر سره شریک کړل، چې د دښمن حرکتونه شنډ او مخه یې ونیسي.

دوی ډاډ هم ورکړ، چې دوی د خلکو په ملاتړ همغږي دي او پر ګډو هڅو به له خلکو او نظام دفاع کوي او هر ډول سرښندنو ته هم چمتو دي.

ولسمشرۍ د هغوی د ویناوو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته د امنیتي او دفاعي ځواکونو له وړتیاوو او همدارنګه د دښمن پر وړاندې د هغوی له مقاومت او ټینګاره مننه کړې ده.

ولسمشر ویلي، چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز په خاطر نړیوال مکلفیتونه خوندي دي او تاسې هم د حکومت د مشرتابه له بشپړ ملاتړه برخمن یاست.

ویل کیږي، چې ولسمشر اشرف غني به په دې سفر کې د دې ولایت له ملکي، سياسي او جهادي مشرانو، د علماوو شورا غړیو، ښځو، ځوانانو، د بلخ ولایتي او ملي شورا غړیو، متنفذینو، مدني فعالانو او رسنیو سره هم جلا جلا لیدنې ولري.

تازه خبرونه

له افغانستان څخه د امریکا پر مشرۍ د ځواکونو پر بې نظمه وتلو پښېمانه نه یم – لوید آستین

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۰, ۱۴۰۲)

د امریکا دفاع وزیر لوید آستین د ولسي جرګې د وسله‌والو خدماتو کمیتې ته د څرګندونو پر مهال ویلي؛ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د بې نظمه وتلو پر څرنګوالي هیڅ پښیمانه نه دی.

د چارشنبې پر ورځ جمهوري غوښتونکیو د ولسي جرګې د وسله‌والو خدماتو کمیتې د ناستې پرمهال د پنټاګون د ۲۰۲۴ مالي کال د بودجې بیاکتنه هم وکړه.

د یادې ناستې پر مهال آستین ویلي؛ زه د [ولسمشر بایدن] د پرېکړې ملاتړ کوم او هیڅ پښېمانه نه یم.

جمهوري غوښتونکیو وکیلانو هم له افغانستان څخه د امریکا د ملکي یا نظامي مشرانو د بې مسوولیته وتلو پر څرنګوالی نیوکه وکړه.

د هغې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا د پنتاګون په قومندانۍ کې داسې څوک شته، چې په افغانستان کې د ۲۰ کلنې جګړې د ناکامۍ مسؤلیت ومني؛ آستین وویل: تر هغې، چې زه پوهیږم، نه!

لوید آستین له لوی درستیزانو جنرال مارک میلي سره له راڅرګندېدو وروسته وویل، چې د جګړې په بهیر کې د امریکایي سرتېرو پر ستر کار او قربانیو ویاړي.

د چهارشنبې د ورځې دغه شاهدي په داسې حال کې تر سره شوه، چې د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیتې مشر مایکل مک کال د امریکایي ځواکونو د بې مسوولیته وتلو په اړه څېړنې ترسره کوي.

مک کاول په وار وار له بهرنیو چارو وزارت څخه د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست کې د وتلو اړوند مسلو په اړه د اسنادو غوښتنه کړې وه؛ خو بهرنیو چارو وزارت د اسنادو په چمتو کولو کې پاتې راغی او مک کاول د دوشنبې پر ورځ د احضاریې حکم صادر کړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان په اووه ولایتونو کې ۶۴۵ کورنۍ سیلابونو ځپلي دي- اوچا

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۰, ۱۴۰۲)

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) څرګنده کړې؛ د افغانستان په اووه ولایتونو کې سختو بارانونو او سېلابونو شاوخوا ۶۴۵ کورنۍ زیانمنې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا ) ویلي؛ مرستندویه ادارې د اغیزمنو سیمو ارزونه کوي او له اړتیاوو سره سم مرستې چمتو کوي، خو محدوده بودجه د مرستو رسولو د کچې وړتیاوې محدودوي.

د مهاجرت نړیوالې ټولنې په بلخ ولایت کې د وروستیو سیلابونو له کبله له ۵۰۰ څخه زیاتو زیانمنو شویو کورنیو سره نغدي مرسته کړې ده.

د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ یو شمېر زیانمن شوي کسان د مرستو له کموالي اندېښمن دي او وايي، چې ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

د بلخ ولايت د شولګرې ولسوالۍ استوګن سلطان علي وايي: که زارع ولسوالۍ پوره مرسته ونه رسیږي؛ نو په راتلونکي کې به د خلکو لپاره ناوړه پايلې رامنځته شي.

د دې ولسوالۍ يو بل اوسیدونکي قادر خان ويلي: سېلاب مو څاه ګانې له خټو ډکې کړې؛ مونږ پاکې اوبه نه‌لرو.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ټینګار کوي، چې دوی په بېلابېلو ولایتونو کې له سېلاب ځپلیو سره یو څه مرستې کړې؛ خو ډېرو نورو مرستو ته اړتیا لیدل کیږي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د ١٤٠٢ لمریز لېږدیز کال له پيل راپدیخوا د هېواد په ٢٣ ولايتونو کې د سېلابونو او زلزلو له کبله ١٠ کسان مړه شوي، ٧٦ نور ټپيان دي، ١٧٧٩ د استوګنې کورونه ويجاړ شوي او ٢٢ زره جريبه کرنيزه ځمکه سېلابونو وړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړیو په افغانستان کې پر ملکي وګړیو د برید غندنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۲)

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو په ډاګه کړې؛ د کابل ښار د ملک اصغر په څلور لاري کې پرونی ځانمرګي برید وحشیانه نومولی او د هغه غندنه یې وکړه.

د دغې شورا په اعلاميه کې راغلي، چې ترهګري په هر نوم او بڼه، چې وي؛ په افغانستان او نړۍ کې د سولې او امنيت پر وړاندې تر ټولو جدي ګواښ دى.

د دې شورا غړیو څرګنده کړې؛ هر ډول ترهګریز عمل، له انګیزې پرته، په هر ځای، هر وخت او د هر چا له خوا، چې وي جنایت دی.

د دې شورا غړیو د دغه ډول بریدونو د عاملینو د محاکمې غوښتنه هم کړې ده.

د دې شورا په اعلاميه کې راغلي: د امنيت شورا د ملکي افغانانو پر وړاندې دغه تروريستي عمل په کلکه غندي.

د کابل ښار د ملک اصغر په څلور لاري کې پرون ځانمرګي برید شپږ ملکي وګړي ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

د داعش خراسانۍ ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!