تازه خبرونه

په بلخ ولایت کې له یوې ترافیکي پېښې ۲۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

د بلخ امنیتي چارواکو ويلي، په بلخ ولایت کې د یوې ترافیکي‌پېښې له کبله ۱۱ کسان مړه شوي او ۹ نور ټپیان دي.

د بلخ امنيه قومندانۍ وياند محمد آصف وزيري ويلي، دا پېښه تېره ورځ (چارشنبه د غویی شپږمه) د بلخ ولايت د نهرشاهي ولسوالۍ د شيديان په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

محمد آصف وزیري وايي، چې د دې پېښې قربانیان نرینه، ماشومان او ښځې دي.

Trending

Exit mobile version