تازه خبرونه

په بلخ ولایت کې څه باندې دوه زره ویجاړ شوي موټر ورغول شول

Published

on

په بلخ ولايت کې د ٢٠٩ الفتح قول اردو له ویجاړ او تخريب شويو وسايطو څخه د څه باندې دوه زره هغو له رغولو او فعالولو خبر ورکړ شو.

د یادې قول اردو چارواکو ويلي، چې په تېرو دوه کلونو کې بریالي شوي، چې بېلابېل ٢٤٣٢ موتر له رغونې وروسته ګټې اخیستنې ته چمتو کړي.

د الفتح قول اردو ویاند صدیق الله نصرت ويلي؛ ټاکل شوې، چې دغه وسايط د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې لپاره دفاعي لواګانو ته ووېشل شي.

دغه وسایط، چې لوی او واړه موټر په کې دي د ۲۰۹ الفتح قول اردو د انجنیرۍ ډلې رغولي او ګټې اخیستنې ته چمتو کړي دي.

د  ۲۰۹ الفتح قول اردو تخنيکي مدير عبدالعزيز کليم الله وايي: مونږ پر لږ امکاناتو او پرسونل شاوخوا ۲۴۳۲ بېلابېل وسايط ترميم او فعال کړي دي.

د هېواد په شمال کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو ویاند زیاته کړې؛ له دغو وسایطو څخه به یو شمېر د قول اردو پر لواګانو او کندکونو ووېشل شي او پاتې وسایط به پوره خوندي پاتې شي.

د ۲۰۹ الفتح قول اردو ویاند صدیق الله نصرت وايي: اوس په افغانستان کې جګړه نه‌شته؛ خو د بېلابېلو لواګانو د اړتیاوو له کبله د دغو وسایطو یو شمېر د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع  لپاره وېشل شوي او پاتې نور وسایط، چې زمونږ ملي پانګه ده؛ په دالانونو کې به ترې ساتنه او پالنه کیږي.

د هېواد ټول دفاعي چارواکي په ۲۰۹ الفتح قول کې د سرحدونو ساتنه او د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا دفاع  خپله بنسټیزه موخه بولي.

د ۲۰۹ الفتح قول اردو درستیزوال نقیب الله عزیزي وايي: ستاسو اولادونو، وروڼو او هېوادوالو له امتیاز پرته دا بیت المال ساتلی؛ ویجاړ شوي وسایط یې رغولي او په راتلونکي کې به د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع  هم کوي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د هېواد په ټولو قول اردوګانو کې د وروستیو جګړو پر مهال د ویجاړ شویو موټرو د رغولو چارې روانې دي.

Trending

Exit mobile version