روغتيا
په بلخ کې د درملو او خوراکي توکو د کیفیت او څارنې یو لوی لابراتوار جوړيږي
د خواړو او درملو ملي اداره څرګندوي؛ په پام کې ده، چې په بلخ کې د وارداتي او کورني تولید شویو درملو او خوراکي توکو د کیفیت او څارنې لپاره پر نړیوالو معیارونو برابر یو لوی لابراتوار جوړ کړي.
د خواړو او درملو ملي ادارې عمومي رييس عبدالباري عمر، چې بلخ ولايت ته د هغو شرکتونو د کتنې په موخه تللی، چې درمل او خوراکي توکي واردوي.
نوموړی وايي، چې د تخنيکي مدير له حضور پرته به د درملو هیڅ شرکت پخپل سر د فعاليت اجازه ونلري.
د خوراکي توکو او درملو د ملي ادارې عمومي رييس عبدالباري عمر، چې د واردوونکیو شرکتونو د وضعيت د څېړلو په موخه بلخ ولايت ته تللی وايي، چې د درملو او خوراکي توکو یو شمېر شرکتونه له جواز پرته فعالیت کوي.
ده دې شرکتونو ته درې ورځې وخت ورکړ، چې جوازونه تر لاسه کړي.
په بلخ ولايت کې درمل پلورونکي د لابراتوار له جوړېدو هرکلی کوي او وايي، د بې کيفيته درملو او خوراکي توکو جوړول او واردول جرم دی.
په شمال کې د درمل پلورونکیو ټولنې رييس شعیب ساپی د تاریخ تېر او ټيټ کیفیت درملو پلورل د بشریت ضد جنایت او د اسلامي او شرعي معیارونو خلاف بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د دې ولايت د درملو بيې لوړې شوي او خلک وايي، چې د درملو د پېرلو توان نلري.
