بلخ @ps

په بلخ کې په مشروطه توګه ښاري محدودیتونه لیرې شول

Published

on

په بلخ کې له کرونا ویروس سره د مبارزې کمیسیون سر له ننه / د غویی ۲۱ په مشروطه توګه ښاري محدودیتونه لیرې کړل.

له هوټلونو پرته نور ټول اصناف سر له ننه کولی شي ښاري هڅې تر سره کړي؛ خو د کار او هڅو پر مهال دې روغتیایي اصولو ته پاملرنه ولري.

یو شمېر هېواد والو په داسې حال کې، چې دا ویروس مخ په پراختیا دی؛ دا راز پرېکړه زیانمنه بولي.

په داسې حال کې، چې له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا په بلخ کې ۴۳ مثبتې پېښې ثبت شوي او په دې ولایت کې د دې ویروس ټول شمېر ۳۰۰ ته رسیدلی دی.

Trending

Exit mobile version