سوداگري

په بلخ کې یوې سوداګرې میرمنې رستورانت جوړ کړ

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۰, ۱۴۰۱)

په بلخ ولایت کې یوې میرمنې پخپل ځانګړي لګښت یو رستورانت جوړ کړی، چې ښځو ته خدمتونه وړاندې کوي.

دغه میرمن راحله یوسفي نومېږي او له پېنځه کلونو راپدیخوا په سوداګرۍ بوخته ده؛ خو اوس یې پرېکړه کړې، چې د خپل کار و بار د ودې لپاره یو رستورانت جوړ کړي.

د بلخ سوداګره راحله یوسفي وايي، چې دغه ځای يې د بلخ د اوسیدونکیو په ځانګړي توګه ښځو ته د مناسب چاپېريال د برابرولو په موخه جوړ کړی دی.

د بلخ اوسیدونکی نبي زاده وایي: په رښتیا هم خوښ یم، چې میرمنې نورو ته د خدمت هڅې کوي او له حکومته غواړم، چې دغه سوداګرې میرمنې وهڅوي.

که څه هم د بلخ د کانونو او صنایعو خونې رییس امام الدین سنایي د میرمنو د بازار له نشتوالي خبرې کوي؛ خو وایي، چې د ښځو له کاري هڅو باید پراخ ملاتړ وشي.    

 

بلخي میرمنو د دغې سوداګرې له دې هڅې تود هرکلی کړی او له حکومته غواړي، چې د ښځو د فعال حضور لپاره ترې ملاتړي پروګرامونه جوړ کړي.

د بلخ د سوداګرو او متشبثو میرمنو د خونې مرستیاله محبوبه زماني وایي: له حکومت څخه مو یوازنۍ غوښتنه د امنیت خوندي کول او د سوداګرو میرمنو هڅول دي.  

دا رستورانت په داسې حال کې د یوې میرمنې لخوا جوړ شوی، چې په بلخ کې سوداګرې میرمنې د حکومت له نه ملاتړه خپلو محصولاتو ته د بازار له نشتوالي او نورو ستونزو اندېښنه کوي.

Trending

Exit mobile version