نړۍ
په بلغاریه کې د ترافیکي پېښې له کبله ۴۵ کسان مړه شوي
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په بلغاریه کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله د ماشومانو په ګډون ۴۵ کسان مړه شوي دي.
په یاد راپور کې راغلي، چې له قربانیانو څخه ۱۲ یې ماشومان دي.
د دغه راپور له مخې، په دې پېښه کې اووه کسان نور سوځېدلي هم دي.
په راپوز کې یاته شوې؛ ډېري مسافر د مقدونیې له شمالي سیمو څخه دي، چې نن سهار (د لیندۍ ۳) د صوفیه په جنوب کې له یوې ترافیکي پېښې سره مخ شول.
چارواکي وايي، د پېښې د لامل په اړه پلټنې پيل شوې دي.
دغه بس له استانبوله بلغاریه ته دننه شوی و؛ خو وروستی منزل یې د مقدونیې په شمالي ښار کې سکوپيه و.