سیمه ییز خبرونه

په بلوچستان کې له خونړیو نښتو وروسته د پاکستان پوځ خپل هوایي بریدونه بریالي وګڼل

د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ د وروستي تاوتریخوالي له کبله د ځاني زیانونو شمېر ۵۸ کسانو ته لوړ شوی دی.

Published

on

د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي، چې د دې هېواد هوایي ځواکونو له درې ورځنیو سختو نښتو وروسته د چورلکو او څارګرو الوتکو پر کارولو د بلوچستان ایالت یو له لاسه وتلی صحرايي ښار نوشکی د «بلوڅ آزادي‌بښونکي پوځ» له جنګیالیو بېرته ترلاسه کړ.

د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ د وروستي تاوتریخوالي له کبله د ځاني زیانونو شمېر ۵۸ کسانو ته لوړ شوی دی.

دغه نښتې د شنبې پر ورځ( د سلواغې یوولسمه) د «بلوڅ آزادي‌بښونکي پوځ» جنګیالیو د همغږو بریدونو له څپې وروسته پیل شوې، چې په کې د پاکستان د تر ټولو لوی ایالت پراخې سیمې له اخ او ټوخه وغورځول شوې.

امنیتي چارواکو ویلي، چې د نښتو پر مهال ۱۹۷ جنګیالي وژل شوي دي.

جنګیالیو د خپلو دغو تر ټولو پراخو عملیاتو پر مهال د بلوڅستان په بېلابېلو سیمو کې بریدونه پیل کړل، چې له کبله یې له ۲۲ ډېر امنیتي سرتېري او ۳۶ ملکي وګړي ووژل شول.

د بلوڅستان په نوشکي ښار کې بلوڅو جنګیالیو د درې ورځو لپاره د پولیسو یوه حوزه او څو امنیتي مرکزونه تر هغې وساتل، چې د پوځیانو د هوایي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې یو ځل بیا دا ښار بېرته ونیول شو.

بلوچستان، چې یو بېوزله؛ خو له طبیعي زېرمو بډای ایالت دی، له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري او له کلونو راپدېخوا د بلوڅ جنګیالیو د پاڅونونو شاهد دی.

ویل کیږي، چې د دې ایالت په نورو سیمو کې د جنګیالیو پر ضد عملیات اوس هم روان دي او یو شمېر خلک جبري کډوالۍ ته اړ شوي دي.

Trending

Exit mobile version