تازه خبرونه

په بهرنیو چارو وزارت کې د پاکستان او هند د اړیکو د ترینګلتیا پر سیمه‌ییزو اغېزو علمي بحث وشو

د دې غلمي ناستې ګډونوالو ویلي؛ اسلامي امارت ته پکار ده، چې مخکې له مخکې د احتمالي پېښو لپاره چمتووالی ولري.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز پر نوښت «د پاکستان- هند په اړیکو کې ترینګلتیا او پر سیمه‌ یې اغېزې» تر سرلیک لاندې د افغانستان پر متوازن سیاست او بندري اړیکو علمي ناسته ترسره شوه.

د دې غلمي ناستې ګډونوالو ویلي؛ اسلامي امارت ته پکار ده، چې مخکې له مخکې د احتمالي پېښو لپاره چمتووالی ولري.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رییس ضیا احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ په دې ناسته کې د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز رییس ولي الله شاهین د پاکستان او هند ترمنځ د ترینګلو اړیکو پر مخینه او تاریخ د بحث پرمهال ویلي؛ د سیمې دا دوه اتومي هېوادونه به جګړې ته داخل نشي او رامنځته شوې ستونزې ته به د حل لار پیدا کړي.  

د پاکستان او هند ترمنځ د شخړې د تشدید پر وروستیو عواملو او اوسني وضعیت د غونډې ګډونوال نوراحمد نور ویلي؛ په کشمیر کې پر سیلانیانو برید له مودو راپدېخوا ترینګلتیا پراخه کړې او دواړو هېوادونو داسې اقدامات کړي، چې سیمه او افغانستان ترې اغېزمن شوی دی، چې اوسنۍ بېلګه یې د واګه بندر تړل دي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د دغه بندر د تړل کېدو له کبله عملاً د افغانستان سوداګریز مالونه بند پاتې دي، چې د افغانستان سوداګرۍ سکټور ته د پام‌وړ زیان اړوي.

دغه راز ویل شړوي؛ مونږ له دواړو هېوادونو سره مشترکات او مثبت تعامل لرو او نه غواړو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه وشي.

نور احمد نور زیاته کړې؛ اسلامي امارت د خپل متوازن او اقتصاد محوره سیاست په رڼا کې سیمه‌ییز ثبات او امن اړین ګڼي او هڅه به دا وي، چې دا شخړه له سوله‌ییزې لارې اواره شي.

دغه راز په دې غونډه کې اکرام الدین کامل بیا د پاکستان او هند ترمنځ اوسنۍ شخړه کې د اندوس سیند د اوبو تړلو پر حقوقي اړخ بحث وکړ او وایي: له یوې خوا د اوږده مهال لپاره په تخنیکي لحاظ د دغه سیند تړل سخت برېښي او له بلې خوا د نړیوالو قوانینو له مخې هم د دې سند تړل کېدل بېلابېل حقوقي اړخونه لري؛ خو د اوس لپاره دا موضوع په اړیکو کې د ترینګلتیا د پایلې په توګه راڅرګنده شوې ده.

د یادولو ده، چې په بحث کې د بهرنیو چارو وزارت لسګونه کارکوونکو هم ګډون کړی و او هغوی هم د موضوع اړوند پر بېلابېلو اړخونو خپل نظرونه او شننې وړاندې کړې دي.

Trending

Exit mobile version