نړۍ

په بولیویا کې د ټرافیکي پېښې له کبله لږ تر لږه ۳۷ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان دي

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا حادثه د سهار په لومړیو ساعتونو کې د اویوني او کولچاني ښارونو ترمنځ په سړک کې هغه وخت رامنځته شوه، چې یو موټر بل سړک ته ورتېر شو.

Published

on

د بولیویا پولیسو او سیمهییزو چارواکو د شنبې پر ورځ ویلي، چې د لویدیځ پوټوسي په اړوند سیمه کې د دوه بسونو ترمنځ د ټکر له کبله لږ تر لږه ۳۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا حادثه د سهار په لومړیو ساعتونو کې د اویوني او کولچاني ښارونو ترمنځ په سړک کې هغه وخت رامنځته شوه، چې یو موټر بل سړک ته ورتېر شو.

د پوټوسي پولیسو د قومندې یوه ویاند خبریالانو ته ویلي: “د دې مرګونې پېښې په پایله کې مونږ د اویوني ښار په څلورو روغتونونو کې ۳۹ ټپیان لرو او ۳۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.”

د پولیسو دې ویاند زیاته کړې: “د پولیسو پرسونل د مړو او ټپیانو د پېژندلو او روغتون ته د لېږدولو لپاره خپلې هڅې تر سره کوي.”

په راپور کې راغلي، چې یو کرین یا جرثقیل له هغو بسونو څخه یو، چې په خپل لوري کې چپه شوی و؛ وغورځاوه. پولیس افسران له ټکر شویو موټرو څخه مړي راوباسي او په کمبلو کې یې لېږدوي.

د بولیویا حکومتي وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: “د لومړنیو پلټنو له مخې؛ شونې ده، چې یو بس د سرعت له کبله بل سړک ته ننوتی او دا ټکر رامنځته شوی وي.”

Trending

Exit mobile version