تازه خبرونه

په بګرام کې هیڅ بهرني ځواکونه او په دې اړه د ټرمپ څرګندونې له حقیقته لرې دي

امیر خان متقي په هېواد کې د هر بهرني له پوځي شتون سره د اسلامي امارت پر کلک مخالفت ټینګار وکړ او څرګندوي: “افغانستان به هیڅکله د بهرنیو ځواکونو نظامي شتون ونه مني. دا پیغام باید پر او خلاصو غوږونو سره واورېدل شي.”

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۳۰, ۱۴۰۴

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ د ډیپلوماټانو د فراغت مراسمو ته د بګرام په هوايي اډه کې د بهرنیو ځواکونو د شتون په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ ادعا رد کړه او هغه یې “له حقیقته لرې” یاده کړه.

امیر خان متقي په هېواد کې د هر بهرني له پوځي شتون سره د اسلامي امارت پر کلک مخالفت ټینګار وکړ او څرګندوي: “افغانستان به هیڅکله د بهرنیو ځواکونو نظامي شتون ونه مني. دا پیغام باید پر او خلاصو غوږونو سره واورېدل شي.”

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت له هیڅ هېواد سره پوځي تعامل نلري او نه به یې ولري، بلکې له نړیوالې ټولنې سره سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماتیک تعامل ته ژمن دی.

د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړ، چې اوسمهال په افغانستان کې هیڅ بهرني پوځي ځواکونه شتون نلري او ټینګار یې وکړ، چې امریکا باید د افغانستان، د دې هېواد د خلکو او واکمن نظام واقعیتونه درک کړي.

متقي په داسې حال کې پر دغو څرګندونو پوره ټینګار وکړ، چې ډونالډ ټرمپ له څه وخت راپدېخوا په بګرام هوايي اډه کې د چینایي ځواکونو د احتمالي شتون په اړه اندېښنې راپورته کړې.

دا هغه ادعا ده، چې افغان چارواکو بې بنسټه یاده کړې ده.

Trending

Exit mobile version