نړۍ

په بیت المقدس کې لسګونه زره اسرائیلیانو د نتانیاهو د ګوښه کېدو غوښتنه وکړ

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې د یکشنبې پر ورځ لسګونه زره اسرائیلیان؛ په بیت المقدس کې د بنیامین نتانیاهو د حکومت پر ضد، په غزه کې د اوربند د نه منلو او له پوځي خدماتو څخه ارتودوکس یهودانو ته د ورکړ شوي معافیت پر وړاندې سړکونو ته راووتل.

دغه راز اعتراض کوونکیو له پارلمان څخه بهر د حکومت د لومړي وزیر نتانیاهو د استعفا او له وخت مخکې د ټاکنو د ترسره کولو غوښتنه هم وکړه.

لاریونکوونکي په اردو کې د مساوي خدماتو وړاندې کول غواړي.

د رویټرز په راپور کې راغلي، چې د اکتوبر پر اوومه د حماس له برید او په غزه کې د جګړې له پیله تر اوسه شاوخوا ۶۰۰ پوځیان وژل شوي، چې په تېرو څو کلونو کې د پوځ تر ټولو لوړه مرګ او ژوبله ده.

د اسرائیلو یو شمېر رسنیو څرګنده کړې، چې دا په غزه کې د جګړې له پیل راپدیخوا ترټولو لوی لاریون دی او ویل کیږي، چې لسګونه زره خلک ورسره یو ځای شوي دي.

د نتانیاهو کابینه د اسرائیلو پر سویل د حماس د برید په مخنیوي کې د امنیتي ناکامۍ له کبله له پراخو نیوکو سره مخ شوې، چې په کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او له ۲۵۰ څخه ډېر غزې ته یرغمل ولېږدول شول.

۷۴ کلن لاریونکوونکي نوریت رابینسن ویلي: دا د حکومت پوره او بشپړه ناکامه ده. دوی به مونږ د تباهۍ کندې ته ورټیل وهي.

نتانیاهو په بیت المقدس کې یوه خبري کنفرانس کې ته وویل؛ ډاډه دی، چې د حل یوه لار به ومومي.

هغه دا هم ویلي، چې په روانه جګړه کې د ټاکنو ترسره کول په داسې حال کې، چې اسرائیل بریا ته نږدې دي؛ هېواد به د میاشتو- میاشتو لپاره فلج کړي.

لاریون کوونکیو د اسرائیلو د نیلي او سپینو بیرغونو د رپولو پر مهال د “اوس ټاکنې” شعارونه پورته کړل او په غزه کې یې د اوربند د منلو غوښتنه کوله، چې د یرغمل شوي وګړو راخوشې کېدو ته زمینه برابره کړي.

د یادونې ده، چې په تل‌ابیب کې د یرغمل شویو ځینو کورنیو او ملاتړو یوه لویه لار بنده کړه او د هغه څه پر وړاندې یې اعتراض وکړ، چې دوی یې د خپلو عزیزانو په بېرته راستنولو کې د نتانیاهو ناکامي بولي.

Trending

Exit mobile version