کوید۱۹
په بیجینګ او شانګهای کې د کرونایي محدودیتونو د کچې پر راټیټولو کار روان دی
د یکشنبې پر ورځ خلک د بیجینګ د پېر او پلور بازارونو ته راستانه شول؛ ځکه، چې د چین په پلازمېنه کې د کرونا ویروس څپه له خپرېدو غورزېدلې او د لګېدليو بندیزونو کچه هم مخ پر راټیټېدو ده.
اسوشیټیډ پرس راپور ورکړی، چې په بیجینګ کې د لږ شمېر پلورنځیو او دفترونو بیا پرانستلو ستړي اوسیدونکي او ستومانه دوکانداران خوښ کړی، چې عادي حالت ته بیا راستتانه شي.
په شانګهای کې د محدودیتونو له تدریجي آسانتیا سره یوځای د چین په خورا مشهور ښارونو کې هم کرونایي بندیزونه پای ته رسېدلي دي.
په چین کې د کرونا ویروس د صفرکولو تر ستراتیژۍ لاندې تالاشۍ او نورو محدودیتونو اوسیدونکي مایوسه کړي وه؛ ځکه دوی لیدل، چې نور هېوادونه محدودیتونه آسانه کوي او خپلې پولې بېرته خلاصوي.
ځینو د اپارتمانونو په کمپلکسونو او د پوهنتونونو لیلیو کې مقاومت شوی او لاریونونه یې کړي، چې په یو مستبد هېواد کې، چې خلک د احتمالي پایلو له کبله په عامه توګه د خبرو کولو په اړه دوه ځله فکر کوي.
رستورانتونه په بیجینګ کې تړلي پاتې دي؛ پرته له لیدو او تحویلۍ په شانګهای کې ډېري خلک اوس هم کولی شي یوازې پر ځانګړيو تګپاڼو کولی شي بهر ته لاړ شي که څه هم د اړوند ویروس په پېښو کې لږوالی راغلی او د شمېر کچه یې هم راټیټه شوې ده.
چین د شنبې پر ورځ ۲۹۳ نوې پېښې ثبت کړي، چې ۷۸ یې د هغو خلکو دي، چې له بهره راغلي وه. شانګهای ۱۲۲ او بیجنګ ۲۱ ناوارداتي پېښې درلودې، چې په دواړو ښارونو کې له ۲۰ میلیون څخه ډېر وګړي اوسیږي.
بیجینګ عامه پارکونو، لوبځیو او سینماګانو ته اجازه ورکړه، چې د یکشنبې پر ورځ له ۵۰ سلنه وړتیاوو سره بیا پرانستل شي. د بیجینګ په یوه کلیوالي برخه کې د لوی دیوال یوه برخه، چې د ښار له مرکز څخه شاوخوا ۶۰ کیلومټره لرې ده؛ د دوشنبې پر ورځ د لیدونکیو لپاره پرانستل کیږي.
د ښار ویاند ژو هیجیان د شنبې پر ورځ ویلي، چې په ځینو ولسوالیو کې اوس هم په پراخه کچه پېښې موندل کیږي؛ خو دوی د کنټرول وړ دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د خپرېدو دا پړاو د څارنې وړ شوی دی.