نړۍ
په بیجینګ کې له سیلابونو ۱۱ کسان مړه او ۲۷ نور ورک دي
د چین دولتي رسنیو ویلي، چې د بیجینګ په شاوخوا غرونو کې د سیلابونو له کبله ۱۱ کسان مړه شوي او ۲۷ نور ورک دي.
د چين د شينهوا آژانس د خبر له مخې؛ د سیلاب له قربانيانو څخه څلور د مينتوجوو، دوه د فانګشان، څلور د چانګپينګ او يو کس هم د هايديان د اړوند سیمو اوسیدونکي دي.
په دې سیمه کې له سختو بارانونو وروسته، چینایي چارواکو د ریلګاډي تمځایونه وتړل او خلک یې له لوړ خطر لرونکيو سیمو څخه د ښوونځیو جمنازیمونو ته ولیږدول.
د سیلاب له کبله ګڼ کورونه تر اوبو لاندې او لارې بندې شوې دي.
دا څلورمه ورځ ده، چې په چین کې سختو بارانونو خلکو ته ستونزې رامنځته کړي دي.
د دوشنبې له شپې راپدیخوا د چین حکومت له ۱۰۰ ډېرې غرنۍ لارې بندې کړي او له ۵۲ زره ډېر کسان یې له خپلو کورونو ایستلي دي.