Connect with us

تازه خبرونه

په بیروت کې چاودنې د لبنان حکومت استعفا ته اړ کړ

خپور شوی

د

Reuters
Last Updated on: زمری ۲۲, ۱۳۹۹

د لبنان په پلازمېنه بېروت کې له لویې چاودنې وروسته پر حکومت نیوکو د لاریونونو بڼه خپله کړه، چې د تېرو دوه ورځو په پرتله پرون بشپړ پراخه شول او د لبنان لومړي وزیر حسن دیاب اړ شو، چې خپله استعفا اعلان کړي.

تېره اوونۍ یوې زورورې چاودنې د لبنان پلازمېنه بېروت بندر او د ښار مرکز ویجاړ کړ.

ویل کیږي، چې په دې چاودنه له ۲۰۰۰ ټنو ېر امونیم نایتریت چاودیدلې دي. په دې چاودنه کې، چې بېروت ښار یې ولړزاوه ۱۶۳ کسان وژل شوی او له ۶۰۰۰ ډېر نور ټپیان شول.

د لبنان استعفا ته اړ شوي لومړي وزیر دیاب وویل: نن ورځ، مونږ د خلکو اراده منو او د دې غمیزې مسوولیت پر غاړه لرو، چې له تېرو څو کلونو راپدیخوا پټ شوي وه.

هغه د دې ناورین لامل په پراخه کچه د فساد شتون یاد کړی او څرګندوي، چې چارواکي باید وشرميږي؛ ځکه، چې د دوی کړنو ناورین رامنځته کړی دی.

دياب زیاته کړې؛ ما مخکې هم ویلي وه، چې فساد د حکومت په هر پوړ کې ريښه ځغلولې ده. ما احساس کړه، چې فساد له حکومته ډېر دی.

که څه هم دیاب هڅه کوي، چې د خلکو غصه لږ کړي؛ خو دا به په لبنان کې سیاسي کړکېچ نور هم ژور او پراخه کړي.

د لبنان ولسمشر میشل عون د دیاب استعفا منلې ده.

ولسمشر عوق له حسن دياب څخه، چې د حزب الله له ملاتړه برخمن دی، وغوښتل، چې د نوې کابينې تر معرفي کولو چارسمبالی پاتې شي.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په سپینه ماڼۍ کې ویلي، چې دا چاودنه به په لبنان کې “انقلاب” رامنځته کړي؛ خو په دې اړه یې له نور څه ویلو ډډه کړې ده.

تازه خبرونه

چین د ټرانس-افغان اوسبنې‌پټلۍ پروژې تمویل ته لېواله دی – اسحاق ډار

ډار نن (پنجشنبه د غبرګولي لومړۍ) په یوه خبري کنفرانس کې دا هم ویلي، چې بیجینګ ته د خپل سفر پر مهال یې له چینایي او افغان چارواکو سره د ټرانس-افغان اوسپنې‌پټلۍ پروژې په اړه خبرې کړې دي.

Published

on

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ويلي، چې چین د افغانستان له لارې د ازبکستان او پاکستان ترمنځ د اوسپنې‌پتلۍ پروژې د تمویل لپاره لېوالتیا ښودلې ده.

ډار نن (پنجشنبه د غبرګولي لومړۍ) په یوه خبري کنفرانس کې دا هم ویلي، چې بیجینګ ته د خپل سفر پر مهال یې له چینایي او افغان چارواکو سره د ټرانس-افغان اوسپنې‌پټلۍ پروژې په اړه خبرې کړې دي.

هغه ټینګار کړی، چې د دې پروژې د پرمخ بیولو وخت رارسېدلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په لغمان کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برښنا پروژه پرانیستل شوه

ملا برادر د دې پروژې پیل د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې یو مهم ګام وباله او وایي، چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې به د دې سیمې مقاومت نور هم زیات شي.

Published

on

په لغمان ولایت کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برښنا د تولید پروژې عملي کار نن (پنجشنبه د غبرګولي لومړۍ) د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر لخوا پرانیستل شوه.

ملا برادر د دې پروژې پیل د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې یو مهم ګام وباله او وایي، چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې به د دې سیمې مقاومت نور هم زیات شي.

نوموړي ويلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د برښنا په سکتور کې د ځان‌بسیاینې ترلاسه کولو لپاره دې طرحې ته ورته اړینې پروژې تر کارلاندې نیولي دي.

هغه وایی؛ دا پروژې به نه يوازې د برښنا په توليد کې اغېزمنې وي، بلکې د ملي اقتصاد په پياوړتيا، کار پيدا کولو، پانګونې راجلبولو او خلکو ته خدمات وړاندې کولو او ښه کولو کې هم ډېر اهميت ولري.

اقتصادي مرستیال دا هم ویلي، چې له څه وخت راپدېخوا په ټول هېواد کې د ۲۲۸ میګاواټو څخه ډېر ظرفیت لرونکو اووه مهمو برښنایي پروژو قراردادونه لاسلیک شوي، چې د لغمان لمریزه برښنا پروژه یې هم یوه برخه ده.

ملا برادر د اسلامي امارت اقتصادي سټراټیژي په بهرنیو سرچینو د تکیه کمولو او له کورنیو ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې پر بنسټ ولاړه وګڼله او ټینګار یې وکړ، چې افغانستان اوسمهال پر وارداتي برښنا ډېره تکیه کوي، چې له کبله یې له هېواده د پام وړ اسعار بهر ته ځي.

هغه همدارنګه امنیت د اقتصادي پروژو د پیل او بریالیتوب لپاره تر ټولو مهم عامل وباله او دا ډاډ یې هم څرګند کړ، چې اسلامي امارت د کورنیو او بهرنیو پانګوالو بشپړ ملاتړ کوي.

اقتصادي مرستیال د افغانستان د برښنا په سکټور کې پانګوالو ته د پانګونې بلنه ورکړه او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت اړینې آسانتیاوې برابرې کړي او هر اړخیزه همکاري به هم ورسره وشي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان خلک د شفقت او ښه چلند مستحق دي – شیخ هبة‌الله

د اسلامي امارت رهبر ویلي، چې د افغانستان خلک له کلونو جګړو او تاوتریخوالي څخه ځوریدلي دي او اوس د شفقت، مهربانۍ او ښه چلند مستحق دي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده د ښاروالیو لپاره په یوه ځانګړي سیمینار کې له خلکو سره د ښه چلند او د زور او فشار له کارولو څخه د ډډه کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د اسلامي امارت رهبر ویلي، چې د افغانستان خلک له کلونو جګړو او تاوتریخوالي څخه ځوریدلي دي او اوس د شفقت، مهربانۍ او ښه چلند مستحق دي.

هغه د خلکو پر وړاندې د زور یا جبر کارولو پر مخنیوي ټینګار وکړ.

د اسلامي امارت رهبر دغه راز ویلي، چې مسوولیت کوم عزت او غوره والی ندی، بلکې یو امانت دی، چې له مخې یې باید خلکو ته خدمت وشي.

شیخ هبة‌الله آخوندزاده دا هم روښانه کړه، چې مسوولیت امتیاز ندی، بلکې د خلکو د خدمت لپاره یو امانت دی.

هغه ټینګار وکړ، چې د ښاروالیو مالي سرچینې په حقیقت کې د خلکو شتمني ده، چې د عامه خدماتو د وړاندې کولو لپاره ورکول کیږي او باید د خلکو د رضایت او هوساینې سره سم مصرف شي.

د اسلامي امارت رهبر همدارنګه له ښاروالیو وغوښتل، چې د ښارونو د پاکوالي، د عامه ګټو او عامه شتمنیو د ساتنې او د خپلو دندو په ترسره کولو کې له غفلت او بې‌پروایۍ څخه ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني له پکتیکا والي سره په لیدنه کې ویلي، چې د اسلامي امارت اصلي هدف د خلکو خدمت کول دي او د هغو د استازو له لارې د ولایتونو د ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!