تازه خبرونه
په بیروت کې چاودنې د لبنان حکومت استعفا ته اړ کړ
د لبنان په پلازمېنه بېروت کې له لویې چاودنې وروسته پر حکومت نیوکو د لاریونونو بڼه خپله کړه، چې د تېرو دوه ورځو په پرتله پرون بشپړ پراخه شول او د لبنان لومړي وزیر حسن دیاب اړ شو، چې خپله استعفا اعلان کړي.
تېره اوونۍ یوې زورورې چاودنې د لبنان پلازمېنه بېروت بندر او د ښار مرکز ویجاړ کړ.
ویل کیږي، چې په دې چاودنه له ۲۰۰۰ ټنو ېر امونیم نایتریت چاودیدلې دي. په دې چاودنه کې، چې بېروت ښار یې ولړزاوه ۱۶۳ کسان وژل شوی او له ۶۰۰۰ ډېر نور ټپیان شول.
د لبنان استعفا ته اړ شوي لومړي وزیر دیاب وویل: نن ورځ، مونږ د خلکو اراده منو او د دې غمیزې مسوولیت پر غاړه لرو، چې له تېرو څو کلونو راپدیخوا پټ شوي وه.
هغه د دې ناورین لامل په پراخه کچه د فساد شتون یاد کړی او څرګندوي، چې چارواکي باید وشرميږي؛ ځکه، چې د دوی کړنو ناورین رامنځته کړی دی.
دياب زیاته کړې؛ ما مخکې هم ویلي وه، چې فساد د حکومت په هر پوړ کې ريښه ځغلولې ده. ما احساس کړه، چې فساد له حکومته ډېر دی.
که څه هم دیاب هڅه کوي، چې د خلکو غصه لږ کړي؛ خو دا به په لبنان کې سیاسي کړکېچ نور هم ژور او پراخه کړي.
د لبنان ولسمشر میشل عون د دیاب استعفا منلې ده.
ولسمشر عوق له حسن دياب څخه، چې د حزب الله له ملاتړه برخمن دی، وغوښتل، چې د نوې کابينې تر معرفي کولو چارسمبالی پاتې شي.
د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په سپینه ماڼۍ کې ویلي، چې دا چاودنه به په لبنان کې “انقلاب” رامنځته کړي؛ خو په دې اړه یې له نور څه ویلو ډډه کړې ده.