نړۍ

په تاتارستان کې د روسیې الوتکه راغورزېدلې

Published

on

تاس د سیمه ییزو خبري سرچینو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د یکشنبې پر ورځ د تاتارستان په اړوند سیمه کې د روسیې  یوه ال ـ ۴۱۰ الوتکه راغورزېدلې، چې له کبله یې ۱۶ کسان مړه شوي او ۷ نور ټپیان دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دغې الوتکې د پیراشوټ لرونکیو یوه ډله هم لېږدږله او ویل شوي، چې اووه کسان له الوتکې ژوندي را ایستل شوي دي.

دا لنډ واټن وهونکې دوه ماشینه ټرانسپورټي الوتکه وه.

د روسیې د هوایي چلند د خوندیتوب معیارونه په دې وروستیو کلونو کې ښه شوي؛ خو پېښې په ځانګړي توګه په لرې پرتو سیمو کې د زړو الوتکو د الوتنو له کبله رامنځته کیږي.

تېره میاشت د روسیې په ختیځ کې یوه پخوانۍ انتونوف – ۲۶ ټرانسپورټي الوتکه راغورزېدلې وه، چې شپږ کسان په کې مړه شوي وه. دغه راز د کامچاتکا په اړوند سیمه کې تېر جولای د انتونیوف -۲۶ دوه ماشینه الوتکې ټول ۲۸ کسان مړه شول.

Trending

Exit mobile version