تازه خبرونه
په تاجکستان او ازبکستان کې درول شوې چورلکې افغانستان ته ستنېدلی نشي – امریکا

د پنټاګون ویاند جان کربي د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د امریکا حکومت اوس هم په تاجکستان او ازبکستان کې د درول شویو افغان چورلکو پر مسله کار کوي؛ خو افغانستان ته ستنېدلی نشي.
جان کربي یوې رسنیزې ناستې ته ویلي: مونږ اوس هم د دغو درول شویو چورلکو په اړه کار کوو. زما پر اند دا چورلکې به افغانستان ته د دې لپاره وانستول شي، چې طالبان (د افغانستان اسلامي امارت) یې وکاروي.
تېره اوونۍ د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزارت چارسمبالي ملا محمد یعقوب له ازبکستان او تاجکستان څخه وغوښتل؛ د افغان هوايي ځواک هغه الوتکې او چورلکې بېرته ورکړي، چې د تېر کال په اګست میاشت کې افغان پیلوټانو دغو ګاونډ هېوادونو ته وتښتولې.
ملا محمد یعقوب ویلي وه، چې د دوی حکومت به هیڅکله دغو دواړو هېوادونو ته د الوتکې او چورلکو د خپلولو یا کارولو اجازه ورنکړي.
ملا محمد یعقوب په ډاګه کړې وه، چې: زه په درنښت له ازبکستان او تاجکستان څخه غواړم، چې زمونږ د صبر له امتحانولو دې ډډه وکړي او مونږ دې ته اړ نکړي، چې [د الوتکو د بېرته ستنولو لپاره] شوني غچ اخیستونکي ګامونه واخلو.
د امریکا لخوا د افغان هوايي ځواک روزل شويو پیلوټانو د اګست پر ۱۵ د اسلامي امارت لخوا د کابل له بیا نیولو وروسته د ای ـ ۲۹ الوتکو او بلک هاک چورلکو په ګډون له ۴۰ څخه په ډېرو الوتکو او چورلکو کې ځانونه او خپلې کورنۍ ازبکستان او تاجکستان ته بریالي ورسول.
ازبک چارواکو د سپټمبر په لومړیو کې راپور ورکړ، چې دوی سلګونه افغان پیلوټان او د دوی کورنۍ، چې په غیرقانوني توګه په پوځي الوتکو کې راغلي وه؛ شړلي دي.
د راپورونو له مخې؛ دغه افغان وګړي د عربي متحده اماراتو یوې امریکایي پوځي اډې ته د یوې داسې هوکړې له مخې، چې واشنګټن له ازبکستان سره د ۴۵۰ څخه د زیاتو افغانانو د لیږدولو په اړه کړې وه؛ ولیږدول شول.
د یادونې ده، چې د دغو الوتکې او چورلکو برخلیک اوس هم ناڅرګند پاتی دی. د اګست په میاشت کې د حکومت له نسکورېدو مخکې افغانستان له ۱۶۴ ډېرې فعالې الوتکې درلودې، چې ډېر شمېر یې له هېواده وتښتول شوې؛ خو د افغان رسنیو د راپورونو له مخې یوازې ۸۱ یې پاتې دي.
تازه خبرونه
د څه باندې شل میلیارډ افغانيو پر ارزښت د برښنا ۱۰ پروژې لاسليک شوې
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دې مراسمو کې له یادو قراردادي شرکتونو څخه غوښتنه کړې، چې د دې پروژو چارې منظمې ترسره کړي.

نن( پنجشنبه د وري پر اوومه) د هېواد د رسنیو په مرکز کې د شل میلیارډ افغانیو پر ارزښت د دوه سوه اتهویشت میګاواټه برښنا د تولید تړونونه لاسلیک شول.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دې مراسمو کې له یادو قراردادي شرکتونو څخه غوښتنه کړې، چې د دې پروژو چارې منظمې ترسره کړي.
د برښنا شرکت مسوولینو ويلي، چې له دې سره به د افغانستان برښنا تولیدي کچه لوړه او همدارنګه سلګونه کسانو ته کاري زمینه برابره شي.
په دې قردادونو کې د برښنا تولید په بېلا بېلو ولایتونو کې ترسره کیږي.
نوموړي زياته کړې؛ دا پروژې، چې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي؛ په کې د ۲۲۸.۴۵ مېګاواټه بادي، حرارتي (ګازي) او لمریزې برښنا تولید لپاره د سب سټېشنونو جوړول او مزو غځول شامل دي.
د برښنا شرکت مسوولینو ویلي؛ دا پروژې په لاندې ډول دي:
۱- د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالي کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید
۲- په هرات ولایت کې د ۵ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید
۳- په لغمان ولایت کې د ۱۰ مېګاواټه لمرېزې برښنا تولید
۴- په هرات ولایت کې د ۴۲ مېګاواټه بادي برښنا تولید
۵- د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د سب سټېشن جوړول
۶- د ننګرهار په شیخ مصري کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید
۷- د جوزجان ولایت په شبرغان کې د ۵۰ مېګاواټه حرارتي (ګازي) برښنا تولید
۸- د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید
۹- له زابل څخه تر کندهار پورې د غځېدونکې پروژې د پاتې چارو بشپړول او په سب سټېشنونو کې یې د SVC سسټمونو نصبول
۱۰- له کجکي څخه تر کندهار پورې د ۱۱۰ کیلو ولټ برښنامزې د غځولو پاتې چارې بشپړول.
د اقتصاد وزارت چارسمبالي( سرپرست) دین محمد حنیف د څرګندونو له مخې؛ افغانستان باید د برښنا د تولید په برخو کې پانګونه ډېره کړي، چې پر ځانبسیاینې ته ورسیږي.
افغانستان هرکال میلیونونه افغانۍ بهرنيو هېوادونو ته د برښنا لګښت ورکوي .
د یادونې ده، چې بیاتپاور شرکت لومړنی افغان شرکت دی، چې له ګاز څخه برښنا تولیدوي او په تېرو پېنځه کلونو کې یې د یو میلیارډ کیلو ولټ ساعت برښنا تولید کړې او د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت رهبر د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت افغانانو ته مبارکي وړاندې کړه
د شیخ هبةالله آخوندزاده د مبارکۍ په دې پیغام کې، چې نن (پنجشنبه د وري اوومه/ د رمضان المبارک اووهویشتمه) خپور شوی راغلي: “مسلمانانو وروڼو! راځئ له الله تعالی سره خپله ژمنه تازه او پیاوړې کړو، چې د الله تعالی نافرماني او د شیطان پیروي به نهکوو.”

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله اخوندزاده د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت پخپل خپاره شوي پیغام کې “ ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومې مبارکي” ویلې او له هغوی یې وغوښتل، چې “د شیطان پیروي ونکړي.”
د شیخ هبةالله آخوندزاده د مبارکۍ په دې پیغام کې، چې نن (پنجشنبه د وري اوومه/ د رمضان المبارک اووهویشتمه) خپور شوی راغلي: “مسلمانانو وروڼو! راځئ له الله تعالی سره خپله ژمنه تازه او پیاوړې کړو، چې د الله تعالی نافرماني او د شیطان پیروي به نهکوو.”
په دې پيغام کې له هېوادوالو غوښتل شوي، چې له خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي؛ ځکه په وينا يې د مجاهدینو او امنیتي ارګانونو د شپو او ورځو زحمتونو نتیجه ده چې نن په ټول افغانستان کې امن دی.
دغه راز څرګندوي؛ هېوادوال مو باید د مغرضو کړیو او استخباراتي ټولنو پر هغو تبلیغاتو باور ونکړي، چې د خلکو د مایوسه کولو کوښښ کوي یا د فقر او اقتصادي مشکلاتو اندېښنې خپروي.
همدارنګه له نړيوالو او ټولو خواوو غوښتنه شوې، چې د افغانستان د خلکو معتقداتو او ارزښتونو ته درناوی وکړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او په هېواد کې د ثبات، امنیت او پرمختګ مخنیوی ونکړي.
هغه زياته کړې؛ اسلامي امارت کوښښ کوي، چې ستاسو ژوند ښه او پیاوړی شي.
د اسلامي امارت رهبر له افغانانو وغوښتل، چې د اسلامي امارت له لاسته راوړنو او په افغانستان کې د هر اړخیز امنیت شکر ادا کړي.
د شیخ هبةالله د څرګندونو له مخې؛ “مونږ دا ورځ( کوچنی اختر) په یوه امن او خوشحاله فضا کې نمانځو. یو وخت په دې ورځ له کورونو څخه د افغانانو جسدونه راویستل کېدل، په دې ورځ مونږ بمبارډ کېدو، په دې ورځ زمونږ کورونه تلاشي کېل او زندانونو ته اچول کېدو؛ خو اوس د الله پاک شکر دی دا ورځ د امن او سوکالۍ ورځ ګرځېدلې ده.”
د اسلامي امارت رهبر یو ځل بیا د شرعي حدودو او احکامو پر پلي کولو ټینګار کړی او تر خپلې قومندې لاندې محکمو ته یې امر کړی، چې “له شریعت سره سم” شرعي حدود پلي کړي؛ ځکه، چې”همدا مو د جهاد او قربانیو لوی هدف و.”
شیخ هبةالله خپلو محتسبانو او د اسلامي امارت تعلیمي ادارو ته یې هم د خلکو د اصلاح امر کړی، چې په ټولو تعلیمي برخو کې د عقایدو او کړنو اصلاح ته جدي پاملرنه وکړي او نصابونه له شریعت سره سم تنظیم کړي؛ خو د اختر په دې پیغام کې د ښځو او نجونو د زدکړې په اړه کومه یادونه نده شوې.
په دې پیغام کې د اسلامي امارت رهبر د فلسطین پر خلکو د اسرائیلو د بریدونو غندنه وکړه.
د اسلامي امارت رهبر ویلي دي: “مونږ د فلسطین پر مظلومو خلکو د صهیونیسټ رژیم وحشیانه بریدونه او بمبارډ غندو او دا یو لوی ظلم او وحشت ګڼو. مونږ د فلسطین د خلکو د مشروع غوښتنو ملاتړ کوو.”
د اسلامي امارت رهبر د اسلامي نړۍ له نورو هېوادونو هم وغوښتل، چې د خپل وس له مخې د فلسطین د خلکو ملاتړ وکړي، چې خپل غصب شوي حقونه بېرته ترلاسه کړي.
د پیغام په پای کې د اسلامي امارت مشر یو ځل بیا مسلمانانو وروڼو ته د کوچني اختر مبارکي وړاندې کړې او له هغوی یې غوښتي، چې د هغه لپاره دعا وکړي؛ ځکه، چې د امیر لپاره دعا کول واجب دي.
تازه خبرونه
اروپايي ټولنې له خپلو وګړو د خوراکي توکو زیرمه کول وغوښتل
اروپايي چارواکي غواړي یوه “سټراټیژیک زیرمه” جوړه کړي، چې طبي تجهیزات، انرژي، ټرانسپورټ او د اور وژنې الوتکې په کې وي.

اروپايي ټولنې له خپلو خلکو وغوښتل، چې لږ تر لږه د ۷۲ ساعتونو لپاره خوراکي توکي، اوبه او نور د ادتیا وړ توکي زیرمه کړي.
دا پرېکړه د جګړې، سایبري بریدونو او د اقلیمي بدلونونو د مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو له کبله رامنځته شوې ده.
اروپايي ټولنې د چارشنبې پر ورځ(د وري شپږمه ) څرګنده کړې؛ د امنیتي خطرونړ د زیاتېدو له کبله غړي هېوادونه باید له احتمالي ناورینونو سره د مقابلې لپاره ښه چمتووالی ولري.
دې ټولنې ټینګار کړی، چې یوازې پر بېړنيو غبرګونونو تکیه کول بسنه نهکوي؛ خلک باید ځانونه بېړني حالت ته چمتو کړي.
د اروپايي ټولنې د ناورین د مدیریت کمیسیون غړې هدجه لحبیب ویلي، چې د اروپا امنیتي ګواښونه ډېر پېچلي شوي او وګړي باید چمتو وي.
نوموړې د خوړو، درملو، د اسنادو او لنډو راډیوګانو څپو د پېژندنې د زیرمه کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي، چې ناټو تر ۲۰۳۰ کال پورې د روسیې د نوي برید د احتمال پر اړه خبرداری ورکړی دی.
اروپايي ټولنه د مسکو له وروستیو ګواښونو وروسته پخپلې امنیتي پالیسۍ بیاکتنه کوي.
اروپايي چارواکي غواړي یوه “سټراټیژیک زیرمه” جوړه کړي، چې طبي تجهیزات، انرژي، ټرانسپورټ او د اور وژنې الوتکې په کې وي.
اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غوښتي، چې د ناورین په مدیریت کې نوره ډېره همغږي ولري.
لحبيب ويلي، چې نور بېړني غبرګونونه بسنه نکوي او بايد ډېر چمتووالی ونيول شي.
لحبیب زیاته کړې، چې د ناورین په وخت کې د ژوندي پاتې کېدو او له ۷۲ ساعتونو څخه د تېریدو لپاره اړین خوراکي توکي، د څښاک اوبه، څراغونه، پاوربانک، راډیوګانې، نغدې پیسې او درمل وي.
-
تازه خبرونه3 days ago
په افغانستان کې امنیت او حاکمیت ټینګ دی – عراقچي
-
سوداگري3 days ago
د افغانستان بانک ۱۵ ميليون امريکايي ډالر داوطلبۍ ته وړاندې کوي
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
مصر د غزې د اوربند د بیا پیل لپاره نوی وړاندیز وکړ
-
تازه خبرونه2 days ago
د بیات بنیاد د خوراکي توکو د وېش لړۍ غزني ولایت ته ورسېده
-
تازه خبرونه4 days ago
د ترهګرۍ وده د پاکستان د تېروتنو پایله ده – مولانا فضل الرحمن
-
International Sports4 days ago
سنرایزرز لوبډله پر زړهراکښونکې توپوهنې د راجستان رویالز پر وړاندې بریالۍ شوه
-
نړۍ3 days ago
پر اوکراین د روسیې د راکټي برید له کبله ۸۸ ملکي وګړي ټپیان شول
-
International Sports5 days ago
آر سي بي د ۲۰۲۵ آی پي ایل سیالیو د پرانیستې لپاره اورلوبه وکړه