تازه خبرونه

په تاجکستان او ازبکستان کې درول شوې چورلکې افغانستان ته ستنېدلی نشي – امریکا

Published

on

د پنټاګون ویاند جان کربي د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د امریکا حکومت اوس هم په تاجکستان او ازبکستان کې د درول شویو افغان چورلکو پر مسله کار کوي؛ خو افغانستان ته ستنېدلی نشي.

جان کربي یوې رسنیزې ناستې ته ویلي: مونږ اوس هم د دغو درول شویو چورلکو په اړه کار کوو. زما پر اند دا چورلکې به افغانستان ته د دې لپاره وانستول شي، چې طالبان (د افغانستان اسلامي امارت) یې وکاروي.

تېره اوونۍ د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزارت چارسمبالي ملا محمد یعقوب له ازبکستان او تاجکستان څخه وغوښتل؛ د افغان هوايي ځواک هغه الوتکې او چورلکې بېرته ورکړي، چې د تېر کال په اګست میاشت کې افغان پیلوټانو دغو ګاونډ هېوادونو ته وتښتولې.

ملا محمد یعقوب ویلي وه، چې د دوی حکومت به هیڅکله دغو دواړو هېوادونو ته د الوتکې او چورلکو د خپلولو یا کارولو اجازه ورنکړي.

ملا محمد یعقوب په ډاګه کړې وه، چې: زه په درنښت له ازبکستان او تاجکستان څخه غواړم، چې زمونږ د صبر له امتحانولو دې ډډه وکړي او مونږ دې ته اړ نکړي، چې [د الوتکو د بېرته ستنولو لپاره] شوني غچ اخیستونکي ګامونه واخلو.

د امریکا لخوا د افغان هوايي ځواک روزل شويو پیلوټانو د اګست پر ۱۵ د اسلامي امارت لخوا د کابل له بیا نیولو وروسته د ای ـ ۲۹ الوتکو او بلک هاک چورلکو په ګډون له ۴۰ څخه په ډېرو الوتکو او چورلکو کې ځانونه او خپلې کورنۍ ازبکستان او تاجکستان ته بریالي ورسول.

ازبک چارواکو د سپټمبر په لومړیو کې راپور ورکړ، چې دوی سلګونه افغان پیلوټان ​​او د دوی کورنۍ، چې په غیرقانوني توګه په پوځي الوتکو کې راغلي وه؛ شړلي دي.

د راپورونو له مخې؛ دغه افغان وګړي د عربي متحده اماراتو یوې امریکایي پوځي اډې ته د یوې داسې هوکړې له مخې، چې واشنګټن له ازبکستان سره د ۴۵۰ څخه د زیاتو افغانانو د لیږدولو په اړه کړې وه؛ ولیږدول شول.

د یادونې ده، چې د دغو الوتکې او چورلکو برخلیک اوس هم ناڅرګند پاتی دی. د اګست په میاشت کې د حکومت له نسکورېدو مخکې افغانستان له ۱۶۴ ډېرې فعالې الوتکې درلودې، چې ډېر شمېر یې له هېواده وتښتول شوې؛ خو د افغان رسنیو د راپورونو له مخې یوازې ۸۱ یې پاتې دي.

Trending

Exit mobile version