Connect with us

تازه خبرونه

په ترکمنستان کې له وچې سره د تړلو هېوادونو په اړه د ملګرو ملتونو کنفرانس پرانیستل شو

د ملګروملتونو عمومي منشي د دغو مراسمو په پرانیسته کې ویلي، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ د نفوس ۷سلنه وګړي، په نامناسب ډول د اقلیمي بدلون او نړیوال اقتصادي سیسټم له اغېزو څخه اغېزمن شوي دي.

خپور شوی

د

د ترکمنستان په پلازمېنه کې له وچې سره د تړلو مخ پر وده هېوادونو په اړه تېره ورځ د ملګروملتونو ټولنې څلور ورځنی کنفرانس پیل شوی دی.

د ملګروملتونو عمومي منشي د دغو مراسمو په پرانیسته کې ویلي، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ د نفوس ۷سلنه وګړي، په نامناسب ډول د اقلیمي بدلون او نړیوال اقتصادي سیسټم له اغېزو څخه اغېزمن شوي دي.

د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش ویلي: په ترکمنستان کې له وچې سره د تړلو او پرمختللو هېوادونو (LDCs) درېیمه غونډه روانه ده. دا غونډه د اګست پر پېنځمه پیل شوه او څلور ورځې به روانه وي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترش وویل: “په افریقا، آسیا، اروپا او سویلي امریکا کې له  وچې سره د تړلو ۳۲ پرمختللو هېوادونو لپاره، جغرافیه ډېری وخت پراختیایي فرصتونه محدودوي او نابرابري دوامداره کوي. ستاسې هېوادونه له سختو ننګونو سره مخ دي: د سوداګرۍ لپاره لوړ خنډونه، د ټرانسپورت لوړ لګښتونه او نړیوالو بازارونو ته محدود لاسرسی. دوی سره له دې، چې د نړۍ ۷سلنه نفوس لري؛ د نړۍ د اقتصاد او سوداګرۍ یوازې یوه سلنه جوړوي.”

افغانستان د نړۍ له وچې سره د تړلو ۳۲ هېوادونو څخه یو دی. په داسې هېوادونو کې اورګاډي او مخابراتي مزو ته ورته نوښتونه ځانګړی ارزښت ترلاسه کوي. له همدې کبله، د ازبکستان ولسمشر ټینګار کړی، چې هغه ټرانس-افغان اوسپنې‌پټلۍ ته له ورته پروژو ملاتړ کوي، چې د سیمه‌ییزې اړیکې پر وړاندې خنډونه لرې کړي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي: “د نړیوالو ټرانسپورټي دهلیزونو او بېخبناوو د پراختیا د چټکولو لپاره همغږي اقدامات اړین دي. مونږ د ازبکستان- افغانستان- پاکستان د اوسپنې‌پټلۍ پروژې د جوړولو او پلي کولو له چټکتیا ملاتړ کوو. د چین- قرغزستان- ازبکستان له اوسپنې‌پټلۍ سره د دې امید لرونکې دهلیز یوځای کیدل، چې اوسمهال تر کار لاندې دی؛ نوي سوداګریز، ټرانسپورټي او اقتصادي فرصتونه برابر کړي.”

اسلامي امارت ويلي، چې دوی غواړي افغانستان په یوه سیمه‌ییز څلور لارې بدل کړي، د اوسپنې‌پټلۍ پراختیا خورا مهمه ده او کابل چمتو دی، چې په دې برخه کې له هېوادونو سره همکاري وکړي.

ویل کیږي، چې دا غونډه له وچې سره د تړلو پرمختللو هېوادونو د ظرفیت د کارولو لپاره د معنی لرونکو ملګرتیاوو د سپړلو فرصت برابروي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، دا هېوادونه د ساحلي هېوادونو پر پرتله ۳۰ سلنه لوړ سوداګریز لګښتونه لري.

تازه خبرونه

د خلکو مشروع غوښتنې باید ومنل شي- خلیفه‌سراج‌الدین حقاني

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني ویلي، چې د هېواد خپلواکۍ ساتنې لپاره باید د خلکو مشروع غوښتنو ته درناوی وشي او د نظام جوړولو او د افغانستان د آبادۍ په برخه کې د هغوی رغنده نظرونه په پام کې ونیول شي.

Published

on

د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو د زمري اته‌ویشتمه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ورځې پر مناسبت په جوړه شوې نمانځغونډه کې د هېواد د خپلواکۍ ساتنې، امنیت ټینګښت، ملي یووالي او اقتصادي ودې پر ارزښت ټینګار کړی دی.

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني ویلي، چې د هېواد خپلواکۍ ساتنې لپاره باید د خلکو مشروع غوښتنو ته درناوی وشي او د نظام جوړولو او د افغانستان د آبادۍ په برخه کې د هغوی رغنده نظرونه په پام کې ونیول شي.

هغه ویلي:« باید د خلکو ارادې او غوښتنې ته درناوی وکړو او خپل نظر پرې ونه‌تپو. د خلکو مشروع غوښتنې باید ومنو او د خپلو حقونو د غوښتلو له کبله یې توهین او ونه‌رټو. لکه څنګه، چې زمونږ خلکو د اشغالګرو په شړلو کې مرسته وکړه؛ همغسې باید د نظام په جوړولو او د هېواد په آبادولو کې د هغوی نظرونه هم ومنو.»

د سراج الدین حقاني د څرګندونو له مخې؛ خپلواکي یوازې د بشپړ امنیت پر ټینګښت نه بشپړېږي، بلکې د اقتصاد پیاوړتیا، د تولیداتو زیاتول، د کورنیو اړتیاوو پوره کول، ټولنیز عدالت، د قانون حاکمیت او د خلکو او نظام ترمنځ باور هم اړین دي.

حقاني همداراز د قومونو ترمنځ پر یووالي ټینګار وکړ او څرګندوي؛ افغانستان د ټولو قومونو او خلکو ګډ کور دی او هېوادنی ځواک مو هم په یووالي کې نغښتی دی.

د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت د نظام هغو مخالفانو ته خبرداری ورکړ، چې د اوسنی نظام د ننګولو هڅې کوي. هغه له مخالفانو وغوښتل، چې هېواد ته راستانه شي او وایي، چې د اسلامي امارت«غېږ» د هغوی پر مخ پرانیستې ده؛ خو که د نظم او امنیت د ګډوډولو هڅه وکړي د وسله‌والو ځواکونو له «پرېکنده » چلند سره به مخ شي.

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم ویلي؛ افغانستان د بهرنیو فشارونو له شتون سره ـ سره په اقتصادي او مخبېنايي برخو کې پرمختګ کړی دی.

هغه زیاته کړې؛ د سیمې هېوادونه پوه شوي، چې افغانستان به د «بهرنیانو اجنډا» ته د عملي کېدا اجازه ورنه‌کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له مخالفانو وغوښتل، چې د نظام او خلکو ترڅنګ ودرېږي او له کورنۍ جګړې څخه ډډه وکړي.

د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد ملي ګټو ته د لومړیتوب ورکولو غوښتنه وکړه او څرګندوي؛ حکومت ژمن دی، چې افغانستان په ټولو برخو کې پر ځان‌بسیا کړي.

هغه ویلي:« د نظام سترې ګټې خپل لومړیتوب وګڼئ او له شخصي او کوچنیو ګټو تېر شئ. هر وخت، چې د هېواد سترې ګټې او مصلحتونه له ګواښ سره مخ کېږي؛ ټول باید لاسونه سره ورکړو، اوږه پر اوږه یو د بل ترڅنګ ودرېږو او له ګواښ سره مقابله وکړو.»

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم پر یووالي ټینګار کړی او وایي؛ قومي، ژبني، سیمه‌ییز، مسلکي او مذهبي تعصبونه باید د خلکو یووالي ته زیان ونه رسوي او له دغو تعصبونو څخه باید پوره ډډه وشي.

حنفي همداراز د هېواد د پوځي ځواکونو د عصري تجهیز او روزنې غوښتنه هم وکړه.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانانو په یوه پېړۍ کې د نړۍ درې سترو قدرتونو ته ماتې ورکړې – اسلامي امارت

اسلامي امارت د دغې بریا د یوسل او اوومې کلیزې د رارسیدا له کبله خپلو ټولو خلکو ته مبارکي وايي.  په خبرپاڼه کې راغلي؛ افغانانو له بریټانوي امپراتورۍ وروسته له شوروي اتحاد او بیا د امریکا پر وړاندې هم بریاوې ترلاسه کړي او په یوه پېړۍ کې یې د نړۍ درې سترو قدرتونو ته ماتې ورکړې ده.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د خپلواکۍ د یو سلو اوومې کلیزې پر مناسبت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي؛ افغان ولس ۱۰۷ کاله مخکې د بریټانوي امپراتورۍ پر وړاندې د جهادي مبارزې او سرښندنو په پایله کې خپله بشپړه خپلواکي بېرته ترلاسه کړه.

اسلامي امارت د دغې بریا د یوسل او اوومې کلیزې د رارسیدا له کبله خپلو ټولو خلکو ته مبارکي وايي.  په خبرپاڼه کې راغلي؛ افغانانو له بریټانوي امپراتورۍ وروسته له شوروي اتحاد او بیا د امریکا پر وړاندې هم بریاوې ترلاسه کړي او په یوه پېړۍ کې یې د نړۍ درې سترو قدرتونو ته ماتې ورکړې ده.

اسلامي امارت دغه بریاوې د افغان ولس د« کلک ایماني هوډ او غیرت» پایله بللې او څرګندوي، چې افغانان پرې تر ننه ویاړي.

په اعلامیه کې له ځوانانو او راتلونکي نسل څخه غوښتل شوې، چې د خپلو اسلافو پر پلونو ګام کېدي او د هر ډول«تجاوز او اشغال» پر وړاندې پر ټینګه اراده ودرېږي.

اسلامي امارت همداراز ویلي؛ د زمري اته‌ویشتمه سږ کال په داسې وخت کې نمانځي، چې څلور ورځې مخکې یې د امریکايي اشغال پر وړاندې د زمري څلیریشتمه پېنځمه کلیزه هم نمانځلې ده.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې افغانان باید د دغو بریاوو په بدل کې د الله تعالی شکر ادا کړي، د اسلامي شریعت پابندي وکړي او هره بریا د الله تعالی احسان او نصرت وبولي.

افغانستان په ۱۹۱۹ز.کال کې د شاه امان‌الله خان د پېر پر مهال له انګریزانو څخه د هېواد خپلوامي بېرته تر لاسه کړې ده.

د زمري اته‌ویشتمه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ورځ ده او هر کال نمانځل کېږي. سږ کال له دې تاریخي پېښې ۱۰۷ کاله تېرېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان په پولو کې بې‌ثباتي د سیمې امنیت ګواښي – مصدقوف

مصدقوف له«ریانووستي» خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، دا ټولنه د افغانستان بدلونونه له نږدې څاري او د دې هېواد وضعیت د سیمې د امنیت لپاره اړین دی.

Published

on

د ډله‌ییزامنیت تړون ټولنې عمومي منشي طلعت بیک مصدقوف ويلي، د افغانستان په ځینو برخو کې بې ثباتي؛ د دې ټولنې غړیو هېوادونو ته نږدې سیمې او د منځنۍ آسیا امنیت له ګواښ سره مخ کوي.

مصدقوف له«ریانووستي» خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، دا ټولنه د افغانستان بدلونونه له نږدې څاري او د دې هېواد وضعیت د سیمې د امنیت لپاره اړین دی.

هغه ویلي:« افغانستان د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې د مسوولیت له سیمو سره پوله لري، چې په کې بې‌ثباتي د منځنۍ آسیا امنیت ته څرګند ګواښونه رامنځته کوي.»

مصدقوف افغانستان مهم ګاونډ بللی او څرګندوي، چې د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنه غواړي افغانستان د یوه سوله‌ییز او آباد هېواد په توګه پرمختګ وکړي.

هغه زیاته کړې، د کابل او د دې ټولنې د ډېرو غړیو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې د پراختیا په حال کې دي؛ خو د اوسني وضعیت له مخې، له افغانستان سره د پولو کنټرول پیاوړتیا اړینه ده.

د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې سرمنشي ویلي، دې ټولنې د تاجکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د یوې ګډې طرحې پر پلي کولو بوخت دی.

نوموړي همداراز ویلي، تاجکستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال یې له څو سرحدي پوستو لیدنه کړې او د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو له قومندان سره یې د تاجکستان او افغانستان د پولې د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!