تازه خبرونه
په ترکیه کې میشتو افغان کډوالو د استوګنې او کونسلي ستونزو د حل غوښتنه وکړه
دا لیدنه د لړم پر لومړۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام د دفتر د رییس سعید احمد بنوري او په ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفیر صنیعالله فرهمند پر ګډون ترسره شوې ده.
د ترکیې په انقره کې د میشتو افغان کډوالو یو شمېر استازو د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او بهرنیو چارو وزارت له لوري له لېږل شوي پلاوي سره په لیدنه کې خپلې ستونزې او غوښتنې وړاندې کړې دي.
دا لیدنه د لړم پر لومړۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام د دفتر د رییس سعید احمد بنوري او په ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفیر صنیعالله فرهمند پر ګډون ترسره شوې ده.
بنوري ویلي، چې د دې پلاوي د لېږلو موخه د کډوالو د ستونزو له نږدې څېړل او د هغوی شکایتونه د افغانستان او ترکیې مسوولو چارواکو ته رسول دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه پلاوی د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونې او په ترکیه کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د ترلاسه شویو راپورونو پر بنسټ ګومارل شوی دی.
د افغان کډوالو استازو په دې غونډه کې د استوګنې کارتونو د تمدید د لوړ لګښت، د ناروغو کډوالو لپاره د ویزو نه صادرېدو، په کمپونو کې د ستونزو، د استوګنې د اسنادو لرونکو افغانانو د نیول کېدو، د مدني او روغتیايي اسنادو د ترلاسه کولو د ستونزو او د هوايي شرکتونو له لوري د تګ راتګ د ټکټونو د لوړو بیو پر ګډون خپلې ستونزې وړاندې کړې.
دغه راز هغو په ترکیه کې د افغانستان د کډوالو اتشې دفتر د فعالېدا غوښتنه وکړه، چې د کډوالو د ستونزو او غوښتنو د څېړلو بهیر آسانه شي.
دغه راز په ترکیه کې د بهرنیو چارو وزارت استازي صنیعالله فرهمند ویلي، چې د افغانستان سفارت هڅه کوي د خپل توان پر کچه د کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
بنوري هم ډاډ ورکړی، چې ټولې مطرح شوې ستونزې ثبت شوې دي او د څارنې او حل لپاره به یې په افغانستان او ترکیه کې اړوند چارواکو ته وړاندې شي.
د بهرنیو چارو وزارت د کونسلګرۍ چارو ریاست د کډوالو په چارو کې مرستیال محمد صابر عمر د مدني اسنادو د ترلاسه کولو په برخه کې د کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړي او د دغې موضوع د څېړلو لپاره یې د هڅو ډاډ ورکړی دی.