تازه خبرونه

په ترکیه کې پولیسو شاوخوا ۱۰۰ افغان کډوال ونیول

Published

on

ترکي رسنیو څرګنده کړې، چې د دې هېواد پولیسو د رزانجان ښار د ترجان په لویه لار کې له یوې لارۍ څخه ۹۹ افغان کډوال نیولي دي.

د راپورونو له مخې، د دغو عملیاتو په بهیر کې درې کسان د “انساني قاچاق” پر تور نیول شوي دي.

ترکي رسنیو لیکلي، چې دغو کسانو د ترکیې د اوسیدو رسمي اسناد نه درلودل.

د راپورونو له مخې؛ نيول شوي کسان له قانوني چلند وروسته د اړوند ښار د مهاجرينو رياست ته وسپارل شول.

د يادونې ده، چې ترکي چارواکو اعلان کړې، چې په ټول هېواد کې د کډوالو د رادننه‌کېدو، نيولو او شړلو لپاره عمليات روان ساتل شوي دي.

Trending

Exit mobile version