تازه خبرونه
په تېره یوه اوونۍ کې له افغانستان څخه څه باندې ۷۲ زره کسان وتلي
د یادې ټولنې د راپور له مخې؛ په همدومره وخت کې څه باندې ۶۴ زره کسان له بېلابېلو هېوادونو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د مهاجرت نړیوالې ټولنې ( آیاوام ) ویلي، چې د روان کال د زمري له نههویشتمې د وږي تر څلورمې / د اګست له ۱۹ تر ۲۵ پورې څه باندې ۷۲ زره کسان له افغانستان څخه وتلي دي.
د یادې ټولنې د راپور له مخې؛ په همدومره وخت کې څه باندې ۶۴ زره کسان له بېلابېلو هېوادونو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
دې ټولنې زياته کړې، چې د دوشنبې پر ورځ ( د وږي دولسمه) په ياده یوه اوونۍ کې افغانستان ته ۵۹ سلنه کسان له ايران څخه جبري ايستل شوي؛ خو په ورته وخت کې ۵۳ سلنه نور له افغانستان څخه ایران ته وتللي دي.
په دې راپور کې راغلي؛ دغه راز څه باندې ۳۸ زره افغانان له ایران او څه باندې ۲۶ زره افغانان له پاکستان څخه خپل هېواد افغانستان ته ستانه شوي دي.
د مهاجرت نړیواله ټولنه وايي، له ایران څخه خپل هېواد ته ۱۸ سلنه ښځې او له ۱۸ څخه تر ۵۹ کلونو عمر لرونکي کسان ستانه شوي دي.
ویل کیږي، چې په ټوله کې افغانان د اقتصادي دلایلو، درملنې او یا د خپلو کورنیو د غړیو د لیدلو لپاره ایران او پاکستان ته تللي دي.
