تازه خبرونه
په تېره یوه اوونۍ کې له ۹۲ زره مټریک ټنو ډېر انتقالات وشول
(Last Updated On: کب ۶, ۱۴۰۲)
د اوسپنېپټلۍ ادارې څرګنده کړې، چې په تېره یوه اوونۍ کې د سلواغې له اووهویشتمې څخه د کب تر درېیمې د هېواد د اوسپنېپټلیو له لارې ۹۲ زره ۲۳۳ مټریک ټنه مالونه انتقال شوي دي.
دغې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د حیرتان د اوسپنېپټلۍ له لارې ۷۵ زره ۶۹۸ ټنه، د آقینې د اوسپنېپټلۍ له لارې پېنځه زره ۵۴ ټنه او د تورغنډۍ اوسپنېپټلۍ له لارې ۱۱ زره ۴۸۱ ټنه تېل او نور توکي هېواد ته راغلي شوي او وتلي دي.
د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لړ کې یوه برخه د لېږد او صادراتو ده او په د تېرې یوې اوونۍ په بهیر کې ۲ زره ۲۴۷ ټنه سوداګریز توکي صادر شوي، چې ډېري یې کینو، الوګان، وچې مېوې او د انارو جوس دي.