تازه خبرونه

په تېرو پنځه کلونو کې ۲۰ قوانین او لسګونه تقنیني سندونه خپاره شوي- عدلیې وزارت

د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ په دغو سندونو کې ۲۰ قوانین، ۷۷ فرمانونه، ۳۰ حکمونه، ۸ لارښوونې، ۶ کړنلارې، ۳ اصولنامې، ۲ اساسنامې، یوه مقرره، یوه لایحه او یو نصاب شامل دي.

Published

on

د حکومت د رسنیو مرکز اړوند پرمختګ اوب‌پاڼې څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا راپدېخوا د عدلیې وزارت ۲۰ قوانین او لسګونه نور تقنیني سندونه د رسمي جریدې په یودېرش ګڼو کې چاپ او خپاره شوي دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ په دغو سندونو کې ۲۰ قوانین، ۷۷ فرمانونه، ۳۰ حکمونه، ۸ لارښوونې، ۶ کړنلارې، ۳ اصولنامې، ۲ اساسنامې، یوه مقرره، یوه لایحه او یو نصاب شامل دي.

په خپرو شویو قوانینو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي قانون، د شکایتونو د اورېدلو قانون، د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون، د صرافانو او پولي خدمتونو اړوند قانون او د خوراکي توکو او درملو د قاچاق د مخنیوي قانون هم شامل دي.

دغه معلومات ښيي، چې عدلیې وزارت په تېرو پنځه کلونو کې د رسمي جریدې له لارې د تقنیني سندونو د تدوین، چاپ او خپرولو بهیر پر مخ وړی دی.

Trending

Exit mobile version