تازه خبرونه

په تېرو څو کلونو کې د طالبانو منل یو ناشونی غوراوی و – اتمر

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۶, ۱۳۹۹)

د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، چې په تېرو ۱۹ کلونو کې د افغانستان ترټولو لویه تېروتنه دا وه، چې دوی ژر تر ژره پخلاینې ته راونه دانګل او طالبانو ته یې د درناوي وړ غوراوی نه دی وړاندې کړی.

د افغانانو تر منځ د سولې خبرو پېلېدو په وړاندې د خنډونو لیرې کولو له هڅو سره جوخت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي محمد حنیف اتمر د امریکا د ستانفورد پوهنتون د هوېر مطالعاتو له مرکز سره په خبرو کې ویلي، اوربند، ګډ پروګرامونه او اساسي قانون به هغه موارد وي، چې له طالبانو سره به د خبرو اترو په لومړي پړاو کې پرې بحث وشي.                            

د بهرنیو چارو وزارت چار سمبالی حنیف اتمر زیاته کړې؛ ولسواکي، د بشر حقونو ساتنه او جوړ شوي بنسټونه له طالبانو سره په هر ډول هوکړه کې سرې کرښې دي او نړیوال باید د جورجاړي عملي کېدل تائید او ضمانت کړي. معالومه نده، چې څرنګه؛ خو مونږ باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نړیوال دوستان دې مساله کې دخېل کړو. دا هغه څه دي، چې د سولې په اړه یې مونږ په پام کې لرو.

په داسې حال کې، چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ویستو په حال کې ده؛ خو افغان حکومت غواړي، چې دا پرېکړه باید شرایطو ته په کتو سره وشي.

د بهرنیو چارو وزارت چار سمبالی حنیف اتمر ویلي؛ ډېره مهمه ده، چې نړیوال ځواکونه شرایطو ته په کتو ووځي، باید ډاډ حاصل شي، چې ټول بهرني جنګیالي له افغانستان ووځي. زما موخه دا ده، چې د بهرنیو جنګیالیو لیرې کول باید د بهرنیو سرتېرو د وتلو لپاره یو مخکې شرط وي؛ ځکه مونږ یوازې له طالبانو سره سوله نه کوو، نړیوالې ترهګرې او پاکستاني ډلې باید له افغانستان ووځي او دا مساله باید په خبرو اترو کې یاده شي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي مرستیال ملا برادر او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د سولې خبرو اترو د پیلېدو په اړه خبرې کړې دي.

 ملا عبدالغني برادر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره د بندیانو د خلاصولو د مسالې په وروستي کولو او د افغانانو خپلمنځي خبرو د پېلېدو پر څرنګوالي خبرې اترې کړي دي.

د اسلامي حزب د مشرتابه غړی حفیظ الله نقي وایي: تر دې دمه سوله سمه نده روانه؛ د حکومت لار له تېروتنو ډکه ده او مثبته پایله به ونلري.           

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه د څلور سوه طالب بندیانو برخلیک په تړاو جوړه شي؛ خو طالبانو دا جرګه ناقانونه او د سولې بهیر پر وړاندې د خنډ او ځنډ جوړولو په معنا ګڼلې ده.

Trending

Exit mobile version