تازه خبرونه
په تېرو ۱۹ کلونو کې افغان ځواکونو ته وروستۍ اوونۍ مرګونې وه
د افغانستان د امنیت شورا ویلي، چې تېره اوونۍ په تېرو ۱۹ کلونو کې تر ټولو خونړۍ وه.
د دغې شورا لخوا په خپره شوې اعلامیه کې څرګنده شوې، چې وسلوالو طالبانو تېره اوونۍ د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۴۲۲ بریدونه کړي، چې په کې ۸۴۱ افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان ملي امنیت شورا په تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو په بریدونو کې د وژل شويو او ټپي شویو افغان سرتېرو شمېر خپور کړ او په ډاګه یې کړه، چې تېره اوونۍ په تېرو نولس کلونو کې تر ټولو خونړۍ وه.
— Javid Faisal (@Javidfaisal) June 22, 2020
د دغې شورا د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ کې طالبانو ۲۹۱ افغان سرتېري وژلي او پېنځه سوه پنځوس ټپیان دي. دغه راز دوه څلوېښت ولسي وګړي وژل شوي او یو سل و پنځوس ټپیان دي.
د روانې اوونۍ درې ورځې هم خونړۍ بلل شوي دي، چې په لړ کې یې دېرش سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
دا جګړې په وردګ، تخار، هلمند، لوګر او غزني کې رامنځته شوې دي.
په اعلامیه کې؛ د تاوتریخوالي پر مهال تېره اوونۍ ۱۴۸ ولسي وګړیو ته هم مرګ و ژوبله اوښتې ده.
طالبانو ته نږدې سرچینو ويلي، چې د زندانیانو په خوشې کیدو کې ځنډ د بې باورۍ لامل شوی او جګړو ته یې لار اواره کړې.
— UNAMA News (@UNAMAnews) June 21, 2020
پخواني طالب چارواکي سیداکبر آغا ویلي؛ بندیان خوشې نشول، چې خپلمنځي خبرې او اوربند ورسره پیل شوې وای. د ښکېلو خواوو تر منځ جګړې ته زمینه برابره شوه؛ بې باورۍ وده وکړه او جګړې زور واخیست.
د ملي امنیت شورا د معلوماتو له مخي؛ تاوتریخوالي او د افغان وژنې دوام په کور او کلي کې د طالب خلاف دښمني نوره هم غښتلې کړې او د ملي پخلاینې او یو بل منلو بهیر یې خورا سخت او ستونزمن پړاو ته ورټیلوهلی دی.