د هوا حالاتو بدلونونه
په تېرو ۲ زره کلونو کې د تېر کال اوړی له ټولو تود و – څېړنه
د یوه نوې څېړنه، چې د سې شنبې پر ورځ ( د غویی پېنځهویشتمه) خپره شوې؛ ښیي، چې د ځمکې په شمالي نیمه کره کې د ۲۰۲۳ ز. کال اوړی په تېرو ۲۰۰۰ کلونو کې ترټولو تود اوړی و.
ساینس پوهانو ويلي؛ داسې نښې شته، چې د ځمکې پر مخ د بې ساري تودوخې لامل پخپله انسان دی.
د دې څېړنې لیکوال او د آلمان په جوهانس ګوتنبرګ پوهنتون کې د اقلیم استاد ین سپر فرانس پرس ته ویلي، چې د انسانانو لخوا د شنو خونو ګازونو مخ پر زیاتېدونکي تولید دغه وضعیت رامنځته کړی دی.
له ټولې شمالي نیمې کرې څخه د معلوماتو راټولولو او شننو وروسته پوهانو په دې څېړنه کې وموندله، چې له د ۲۴۶ ز. کال راپدیخوا تر ټولو ګرم اوړي د ۲۰۲۳ کال و.
پوهانو دا هم وموندله، چې په تېرو ۲۰۰۰ کلونو کې ترټولو سوړ اوړی هم و.
ین سپر ویلي، چې د ځمکې د اتموسفیر د تودوخې د مخنیوي یوازنۍ لار د شنو خونو ګازونو تولید کمول دي.
هغه وایي: څومره، چې مونږ په دې برخه کې ځنډ کوو، هومره به کار ستونزمن او سخت شي.
یوه بله څېړنه، چې د سې شنبې پر ورځ په نیچر ژورنال کې خپره شوې؛ خبرداری ورکوي، چې د ځمکې د تودوخې لوړه درجه به تر ۲۰۵۰ کال پورې په نړۍ کې میلیونونه ډېر عمره خلک د سختې ګرمۍ له خطر سره مخ کړي.
د دغې څېړنې له مخې؛ اوسمهال د نړۍ ۱۴ سلنه د پاخه عمر لرونکي وګړي له ۳۷ اعشاریه ۵ درجې سانتي ګراد څخه په لوړه تودوخه کې ژوند کوي او د ساري ناروغيو او حتا د مرګ له خطر سره مخ دي، چې په راتلونکیو ۲۵ کلونو کې به دا شمېر نوره هم لوړه شي. په ځانګړي توګه په آسیا او افریقا کې به ۲۳ سلنه لوړه وي.
د دې څېړنې لیکوال او د اروپا مدیترانې د اقلیمي بدلون په مرکز کې څېړونکی ګیاکومو فالچیتا وايي؛ که څه هم اوس ۲۰۵۰ کال ډېر لرې ښکاري، خو اوسني ۴۰ کلن کسان به تر هغه وخته ۶۵ کلن وي او د تودوخې د دغې څپې له خطر سره به ځوریږي.
د اقلیم د چارو دغه څېړونکی وايي، د ډېر عمره وګړو د زیاتوالي او د انسانانو د زړښت مخه نیول ممکن ندي؛ خو د شنو خونو د ګازونو له کمولو سره به راتلونکي ډېر عمره نسلونه له سختې تودوخې وژغورل شي.