تازه خبرونه

په تېرو ۶ میاشتو کې ۸ زره ۷۴۷ جنايي پېښې ثبت شوي

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د پنجشنبې پر ورځ (د وري نهمه) په یوه خبري ناسته کې د ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د وروستیو شپږ میاشتو هڅې او پرمختګونه رسنیو ته وړاندې کړل.

د عبدالمتین قانع د څرګندونو له مخې؛ د ۱۴۰۲ کال په تېرو شپږ میاشتو کې ۸ زره ۷۴۷ جنايي پېښې ثبت شوي، چې ۷ زره ۲۳۳ یې کشف او ۱۵ سوه ۲۵ نورې تر څېړنې لاندې دي.

قانع زیاته کړې؛ ۱۲ زره ۵۴۰ کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو پر تړاو نیول شوي دي.

نوموړی وایي؛ په دې موده کې ۲۱ انسان تښتوونکي وژل شوي، ۱۸ کسان یې له منګولو ازاد شوي او ۱۷۲ د انسان تښتونې پر تور نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د پاسپورټونو د وېش په اړه څرګنده کړې، چې په تېرو شپږ میاشتو کې ۸۳۷ زره پاسپورټونه خلکو ته وېشل شوي او په کابل کې به د وېش درې نورې نوې ادارې جوړې شي.

قانع ویلي: د پاسپورټ رياست له‌خوا هره ورځ لس زره پاسپورتونه هېوادوالو ته وېشل کېږي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د نشه‌یي توکو کښت، تولید او قاچاق هم صفر ته رسېدلي او په هېواد کې د نشه‌یي توکو د تولید اته ماشینونه او د نشه‌یي توکو د تولید ۳۷۷ کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي. دوی د پولیسو د مسلکي کیدو، له فساد سره د مبارزې او د وسلو په راټولولو کې هم لاسته راوړنې لري.

هغه دا هم ويلي، چې په دې موده کې د هېواد په ډېرو ولايتونو کې کومه امنيتي پېښه نده رامنځته شوې او نه هم کوم امنيتي ضد فعاليتونه ترسره شوي دي.

د قانع د څرګندونو له مخې، امنیتي کچه د تېرو څو لسیزو پر پرتله بې سارې ده.

Trending

Exit mobile version