سوداگري

په تېر لمریز کال کې د افغانستان صادرات دوه میلیارد دالره ول

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۲)

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال د سې شنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې په تېر لمریز لېږدیز کال کې د افغانستان صادرات دوه میلیارد دالره ول.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرت الله جمال ويلي؛ په  تېر یوه کال کې د صادرا توکچه نږدې  دوه میلیارد دالروته  لوړه شوې ده.

نوموړی وایي: مونږ د خصوصي سکتور لپاره د اقتصادي فعالیتونو د سرته رسولو لپاره ډېره ښه زمینه برابره کړې او له ګونډهېوادونو سره مو هم اقتصادي اړیکې ښې دي او هڅه کوو، چې دا ړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو.

د صنعت اوسوداګرۍ  وزارت ویاند عبد السلام جواد آخوندزاده ويلي، چې هېواد یې په نږدې پنځوس قلمه توکو کې، چې په هېواد کې تولیدیږي؛ ځان بسیاینې ته رسیدلی او د تېرکال په بهیر کې شاوخوا ۱۰۰ بهرني پانګوال افغانستان ته راغلي او په بېلا بېلو برخو کې يې پانګونې ته لیوالتیا څرګنده کړې ده.

هغه وایي: په دې پانګوالو کې د ګاونډ هېوادونو په ګډون د سیمې هېواد نو پانګوال هم شته، چې ډېر يې د کانونو، کرنې، خدماتواو انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې لپاره لیواله دي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د هېواد پر کچه نږدې ۸۰۰۰ میرمنې پر اقتصادي فعالیتونو بوختي دي او ورته اسانتیاوې په نظر کې نیول شوي، چې راتلونکی کال به د اقتصادي طرحو جوړول، د نساجي پر صنعت تمرکز، د سیمه ییزو همکاریو  پرا ختیا، د صادارتو پراختیا، د پانګونې جذب او په صنعتي پارکونو کې د پانګونې پرا ختیايي هڅې مو له کاري لومړیتوبونو څخه دي.

ویل کیږي، چې په تېر یوه کال کې ۵۱۰۰ جوازونه صادر شوي، ۷۲۲۸ جوازو نه تمدید شوي او ۳۳۳ جوازونه لغوه شوي دي. دغه راز د تېرکال په اوږدو کې د ۹۲۵ میلیون و ۴۹۳ زره ۶۲۹ دالرو پر ارزښت سکاره، پنبه، ایجه، انار، ممیز، انځر، انګور، رومي بانجان، او پیاز پاکستان، هند، ازبکستان، تاجکستان، عربي متحده اماراتو، چین، ایران، عراق، ترکیې ته صادر شوي دي.

Trending

Exit mobile version