تازه خبرونه

په تېر کال کې مو له ۸۱۳ زره ډېر تعرضي عملیات کړي – ملي دفاع وزارت

چارواکو ویلي، چې هوايي ځواک په تېر یوه کال کې ۴ زره ۲۱۸ ماموریتونه او روزنیز پروازونه ترسره کړي، د بلیک هاګ الوتکو بیا رغونه، د هوايي چلند پوهنتون فعالول او د طبیعي پېښو له کبله د ۷۷ شهیدانو او ۵۶۷ ټپیانو لېږدول، چې د هوايي ځواک له مهمو دندو څخه دي.

Published

on

د ملي دفاع وزارت چارواکو د چارشنبې پر ورځ ( د وږي اوومه ) د دغه وزارت د تېر کال د کړنو د راپور وړاندې کولو پر مهال ویلي، چې په تېر کال کې د ملي اردو قطعاتو او جزو تامونو ۸۱۳ زره ۳۵۲ اوپراسیوني عملیات کړي؛ ۵۸۸ میله سپکې او درندې وسلې، ۱۵۱۵ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۲۳۹ لاسي بمونه، ۴۴ مخابرې، ۴۰ لرلیدونه، ۳۸۶ موټر او ۱۹۸۲ موټرسایکلونه کشف او نیول شوي دي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو عملیاتو کې ۱۳۸۳ ماینونه هم له منځه وړل شوي دي.

مسوولینو ویلي؛ له ملي ارزښتونو او حاکمیت ساتنه، د امنیت او قانون له تطبیق ملاتړ، له سکټوري ادارو سره همکاري، د طبیعي پېښو له قربانیانو سره مرسته او د هېواد له دفاعي او امنیتي ارګانونو سره همغږي د حکومت د دې وزارت له مهمو دندو او لومړیتوبونو څخه دي.

چارواکي وایي، چې د هېواد د پولو د ساتنې او د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره یې ګڼ‌شمېر کنډکونه، پوځي اډې او امنیتي پوستې جوړې کړې دي.

چارواکو ویلي، چې هوايي ځواک په تېر یوه کال کې ۴ زره ۲۱۸ ماموریتونه او روزنیز پروازونه ترسره کړي، د بلیک هاګ الوتکو بیا رغونه، د هوايي چلند پوهنتون فعالول او د طبیعي پېښو له کبله د ۷۷ شهیدانو او ۵۶۷ ټپیانو لېږدول، چې د هوايي ځواک له مهمو دندو څخه دي.

دغه راز د حضرت معاذ بن جبل ملي نظامي اکاډمۍ ته د دولسم ټولګي ۵۰۰ فارغان، د هوايي ځواک اکاډمۍ ته ۱۲۰، د حضرت نعمان بن ثابت ملي نظامي اکاډمۍ ته ۳۹۰ کسان معرفي شوي دي. دغه راز د حضرت عبیده بن جراح ملي پوهنتون څخه ۵ زره ۴۱۴ کسان فارغ شوي. همدارنګه قطعاتو او جزوتامونو ۱۲ زره ۷۸۱ منسوبان له روزنیزو کورسونو او د نظامي طب د بېلابېلو څانګو څخه د ۷۳ زده‌کړیالانو په ګډون فارغ شوي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، په تېر یوه کال کې د مالي، اداري او تدارکاتي برخې اصلاح او بهیر یې  بشپړ روڼ شوی دی.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان له فتحې سره په هېواد کې بشپړ امنیت تامین شوی، جنګي فعالیتونه د پام وړ کم شوي او د ملکي تلفاتو ګراف صفر ته رسېدلی دی.

همدارنګه د ۶ اصولي اسنادو بیا کتنه او د پروسې لپاره عدلیې وزارت ته استول شوي او همدارنګه د دغه وزارت اړوند د جوړښتونو او څانګو د تنظیم لپاره د ۵۴ پالیسیو او طرزالعملونو تعدیل تر سره شوی دی.

ویل کیږي، چې د معلوماتو پر بنسټ د وسلو، جنګي تخنيکونو او پوځي تجهيزاتو برابرول، د هېواد په اووه امنيتي حوزو کې د عملياتو ترسره کول، د ملي اسلامي اردو د وړتیاوو لوړول، د ملي اردو د کشفي ظرفيتونو لوړول او د همغږۍ ډاډ ورکول شامل دي. د هېواد له دفاعي او امنیتي ارګانونو سره د تقنیني سندونو ترتیب او بیا کتنه، د جوړښتونو اصلاح، د تاسیساتو جوړول او د لوژستیکي، روغتیايي او تدارکاتي اسانتیاوو برابرول د دغه وزارت د روان کال له نورو لومړیتوبونو څخه دي.

Trending

Exit mobile version