تازه خبرونه
په تېر کال کې نږدې ۱۵۰ زره دوسیې حل شوي – ستره محکمه
د سترې محکمې چارواکو نن سې شنبه ( د زمري ۲۱ ) ملت ته د حکومت د حساب وړاندې کولو په پروګرام کې ويلي؛ په تېر کال کې د دغې ادارې لهخوا له ۱۴۹ زره ډېرې دوسيې حل شوي، چې ۱۲۰ زره دوسيې په ابتدايه محکمه، ۲۲ زره يې په استيناف محکمه او شپږ زره نورې په تمیز محکمه کې حل شوې دي.
د دغو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په تېر کال کې د ښځو د حقونو ۲۸۷۴ دوسیې حل شوي.
دوی ویلي؛ هیڅکله د بهرنیانو هغه فرمایشونه نه مني، چې د شرعي اصولو خلاف وي.
د سترمحکمې اداري مرستیال عبدالمالک حقاني ویلي؛ په تېر کال کې د ښځو د حقونو ۲۸۷۴ قضيې حل شوي او دوی ژمن دي، چې د ښځو ټول حقوق له اسلامي شریعت سره سم ورکړي؛ خو هیڅکله به په دې اړه د بهرنیانو هغه فرمایشونه ونه مني، چې د شریعت خلاف وي.
نوموړي زیاته کړې؛ دا مهال د هېواد په درې محکمو کې ۴۳ زره ۶۳۰ دوسیې تر کار لاندې دي او په ولایتونو کې د تېر نظام د سترې محکمې له محررینو څخه له دوه میلیون زیاتې افغانۍ جمع شوي او د سترې محکمې حساب ته ورزیاتې شولېږدول شوې دي.
د سترې محکمې د څرګندونو له مخې؛ حدود او قصاص خپل ځانګړي شرایط لري او دوی د بې ګنا وګړو د سر، مال او عزت د خوندیتوب او اصلاح لپاره کار کوي.