سوداگري
په تېر یو کال کې د افغانیو له ۳ میلیارد ډېر بانکنوټونه هېواد ته رارسیدلي
(Last Updated On: غویی ۱۱, ۱۴۰۲)
د افغانستان بانک چارواکو ويلي، په تېر یو کال کې هېواد ته د ۱۰، ۲۰ او ۵۰ افغانیو ۳ میلیارده ۱۴۰ میلیون و ۸۰۰ زره نوي بانکنوټونه رالېږدول شوي؛ ډېر نوي بانکنوټونه وېشل شوي او یو شمېر زاړه بانکنوټونه راټول شوي دي.
د افغانستان بانک د پولي سیاست رییس احمد جواد سداد وایي: د نويو بانکنوټونو وېش او د زاړو بانکنوټونو راټولول د پولي سیاست د اهدافو او د افغانستان په اقتصاد کې د مناسبو پیسو د عرضې د تنظیم له په پام کې نیولو سره ترسره کیږي.
خلک باید اندېښنه ونلري، چې د مرکزي بانک لخوا د پیسو عرضه به په هېواد کې د انفلاسیون کچه لوړه کړي یا برعکس د افغانۍ ارزښت راټیټ کړي؛ ځکه، چې ټول مسایل د پوره محاسبو او فورمولونو پر بنسټ پلي کیږي او هیله من یوو، چې افغانۍ به ښه ثبات او ارزښت ولري.