تازه خبرونه
په تېر یو کال کې مو یو میلیارډ ډالر مرسته ترلاسه کړې – د افغانستان د بشري مرستو صندوق
دغه صندوق د یکشنبې پر ورځ (د لړم شپږمه) د دې صندوق د جوړېدو د لسمې کالیزې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په تېرو لس کلونو کې افغانستان له پرلهپسې بشري اغېزو سره د یو لړ پرلهپسې پرمختګونو او ننګونو شاهد دی.
د افغانستان د بشري مرستو صندوق ويلي، چې په تېر کال کې مرسته کوونکیو هېوادونو له دې صندوق سره یو میلیارډ ډالر مرسته کړې ده.
دغه صندوق د یکشنبې پر ورځ (د لړم شپږمه) د دې صندوق د جوړېدو د لسمې کالیزې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په تېرو لس کلونو کې افغانستان له پرلهپسې بشري اغېزو سره د یو لړ پرلهپسې پرمختګونو او ننګونو شاهد دی.
په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ افغانانو په تېرو لس کاونو کې د جګړو، سیاسي بې ثباتۍ، وچکالۍ، طبیعي پېښو، د خوړو د نه خوندیتوب او مهاجرت له کبله کراره ورځ لیدلې نده.
دغه راز زیاته شوې، چې په دې وروستیو کې د افغان ښځو او نجونو محرومیت او زیانونه د پخوا پر پرتله زیات شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه راز بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر ډېر شوی او تر ۲۳ میلیون کسانو ډېر شوی دی.
خبرپاڼې څرګنده کړې، د افغانستان د بشري مرستو صندوق د افغانانو لپاره د هیلو یوازنی څراغ دی.
دغه صندوق له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان له خلکو سره مرستې روانې وساتي.
دا صندوق په ٢٠١٤ کال کې له افغانستان سره د مرستو د راټولولو لپاره جوړ شوى دی.
دا په داسې حال کې ده، چې څو مياشتې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی و، چې تېر کال د دغه هېواد د بشري مرستو له صندوق سره ٨١ اعشاریه ۶ ميليون ډالره مرسته شوې ده.
