Connect with us

نړۍ

په جاپان کې له رامنځته شوې زلزلې څلور کسان مړه او سلګونه نور ټپیان دي

Published

 on

(Last Updated On: کب ۲۶, ۱۴۰۰)

د جاپان په شمال ختیځ ساحل کې د ریښتر پر کچه  اووه اعشریه څلور درجې زلزلې لږ تر لږه څلور کسان مړه کړي او څه نا څه ۱۰۰ نور ټپیان دي.

د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا ویلي، حکومت د چمتوالي په  حالت کې دی او د راتلونکیو درې ورځو د زلزلو رامنځته کېدونه یې پوره تیاری نیولی دی.

د دغې زلزلې له کبله، چې مرکز یې د فوکوشیما په سواحلو کې ۶۰ کیلومټره ژوروالی لري؛ په بېلابېلو سیمو کې د څه باندې ۳۴ زره کورونو برښنا پرې شوې ده.

فوکوشیما د ۲۰۱۱ کال په مارچ میاشت کې هم د یوې سختې زلزلې شاهده وه، چې سونامي یې رامنځته کړ او ترې له ۱۸۰۰۰ ډېر کسان یې مړه کړل.

زلزلې د توکیو د ځینو برخو برښنا هم پرې کړه، چې بیا په پلازمېنه کې له درې ګړیو وروسته ونښلول شوه.

د یادونې ده، چې له کبله یې د جاپان په شمال ختیځ کې پر ټرانسپورټي لارو د ترافیکو تګ راتګ ودرېده.

نړۍ

روسي ځواکونو هڅه وکړه، چې کسان مې پر ماین ووژني – پریګوژین

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۳, ۱۴۰۲)

د روسیې د پوځي خصوصي شرکت مشر یوګیني پریګوژین، چې له لوړ پوړیو پوځي افسرانو سره ښکېل پاتې دی؛ د جمعې پر ورځ یې مسکو پلوه ځواکونه د خپلو کسانو پر وژلو تورن کړل.

رویټرز د راپور له مخې: د واګنر ګروپ سرتېري د اوکراین له ختیځ باخموت ښارګوټي څخه پر شا شوي، چې پر بشپړو تلفاتو یې تېره میاشت نیولی و؛ خپلې پوستې یې روسي عادي ځواکونو ته وسپارلې.

پریګوژین تیلیګرام کړی؛ د دوی کسانو په شاوخوا سیمو کې لسګونه ځایونه کشف کړي، چې د دفاع وزارت چارواکو په کې سلګونه د تانک ضد ماینونو په ګډون بېلابېل چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کړي وه. کله، چې وپوښتل شول؛ ولې ماینونه ځای پر ځای شوي وه، چارواکو ویلي، چې دا د لوړ پوړیو چارواکو امر و.

هغه ویلي؛ دا اړینه نه وه، چې ماینونه کیښودل شي؛ ځکه، چې (د ټینګار وړ سیمه ) تر شا ده. له همدې کبله، مونږ فرض کولی شو، چې ماینونه د واګنر د مخ پروړاندې واحدونو د له منځه وړلو لپاره ول.

هغه وویل، هیڅ یو لګیدلی تور لرې نه‌شو او هیچا ته هم زیان نه‌دی رسیدلی.

هغه زیاته کړې: مونږ ګومان کوو، چې دا د ټولو په مخکې له څټه ګوزار و.

د روسیې دفاع وزارت تر دې دمه په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

پریګوزین په منظمه توګه شکایت کاوه، چې د باخموت د نیولو لپاره یې کسانو ته کافي مهمات نه‌دي ورکړشوي؛ د چارشنبې پر ورځ ویلي؛ هغه له څارنوالانو د څېړنې غوښتنه وکړه، چې آیا د روسیې لوړ پوړیو دفاعي چارواکو د اوکراین له جګړې مخکې یا په جریان کې کوم “جرم” کړی او که نه.

Continue Reading

نړۍ

بې پیلوته الوتکو د روسیې د تېلو پر دوه چاڼځایونو برید وکړ

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۱, ۱۴۰۲)

بې پیلوته الوتکو د چارشنبې پر ورځ د روسیې ختیځ لوري ته د تېلو پر ترټولو لویو دوه چاڼځایونه بریدونه کړي؛ په یوه کې یې اور ولګېد او بل ته یې زیان ونه‌رساوه.

په روسیه کې دننه د بې پیلوته الوتکو بریدونه له تېرو دوه اوونۍ راپدیخوا ډېر شوي او ان د مرکزي سیمو په ګډون د مسکو د استوګنې پر ودانیو ترسره شوي دي.

د کرسنودار والي وینیامین کوندراتیف ویلي؛ شاوخوا لس بجې یوې بې پیلوته الوتکې د روسیې د کراسنودار په اړوند سیمه کې د آفیپسکي د تېلو پر چاڼځای برید وکړ، چې اور پرې ولګېده؛ وروسته اور مړ شو.

د آفیپسکي د تېلو چاڼځای د تورې بحیرې د نوووروسیسک بندر ختیځ ته ۵۰ میله لرې پروت دی، چې د روسیې د تېلو د صادراتو یو له مهمو دروازو څخه دی.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ دا فابریکه هر کال شاوخوا ۶ میلیون ټنه ( ۴۴ میلیون بیرل) تېل چاڼ او پروسسولی شي.

دا او د خزر پایپ لاین کنسورسیوم دواړه بازار ته د نړیوالو تېلو شاوخوا یو اعشاریه پېنځه سلنه تېل بازار ته وړاندې کوي.

د روسیې دولتي خبري آژانس RIA د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړ، چې یوه بله بې پیلوته الوتکه د ایلسکي په چاڼځای کې غورځېدلې، چې د نوووروسیسک ختیځ ته شاوخوا ۴۰ کیلومتره موقعیت لري.

د چاڼ ځای د اوبپاڼې د څرګندونو له مخې، د پروسس پېنځه واحدونه په کال کې د ۳ میلیون ټنو وړتیا لري.

دا، چې بې پیلوته الوتکې چا پورته کړي؛ په اړه یې تر دې دمه معلومات نه‌دي ورکړ شوي؛ خو روسیه په اوکراین تور لګوي، چې د سې شنبې پر ورځ یې د مسکو په ګډون د هېواد دننه پر هدفونو بریدونه زیات کړي دي.

اوکراین تر دې دمه په ښکاره توګه د روسیې دننه یا په اوکراین کې د روسیې تر څارنې لاندې سیمو کې د بریدونو مسوولیت نه‌دی منلی.

په روسیه کې د تېلو چاڼ ځایونه د ۲۰۲۲ ز. کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له ځانګړيو پوځي عملیاتو وروسته تر برید لاندې راغلي دي.

Continue Reading

نړۍ

د مسکو ښار یو شمېر ودانۍ د بې پیلوته الوتکو په برید کې زیانمنې شوې

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۹, ۱۴۰۲)

د مسکو ښاروال سیرګي سوبیانین رسنیو ته ویلي؛ د هېواد پلازمېنه د سې شنبې پر سهار د بې پیلوته الوتکو د بریدونو شاهده وه، چې په کې څو ودانیو ته لږ زیان اوښتی دی.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي، د ښار ټول بېړني خدمات د پېښې په ځای کې دي … تر اوسه هیڅوک سخت ټپي شوی نه‌دی.

د روسیې دفاع وزارت اوکراین د دې ترهګریز برید پر تور تورن کړ او څرګندوي، چې د مسکو په فضا کې یې ټولې اته بې پیلوته الوتکې رانسکورې کړې دي.

مسکو، چې له اوکراین څخه په ۱۰۰۰ کیلومترۍ کې پروت ښار دی؛ د اوکراین د جګړې له پیل راپدیخوا ډېر لږ د بې پیلوته الوتکو موخه ګرزېدلی. که څه هم دا ډول بریدونه د روسیې په نورو سیمو کې ډېر عام شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه په هسک ( آسمان ) کې د لوګي نښې او یوه ماته کړکۍ ښيي.

دا بریدونه د اوکراین په پلازمېنه کیف کې له ورته برید څخه وروسته کیږي، چې د شپې لخوا د روسیې بې پیلوته الوتکو لخوا ترسره شوی او د ښاروال ویتالي کلیتشکو پر وینا لږ تر لږه یو کس یې وژلی دی.

د می په لومړیو کې، دوه بې پیلوټه الوتکو پر کریملین برید وکړ، چې پړه یې پر اوکراین واچول شوه.

اوکراین د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د اوکراین په پلازمېنه کیف او نورو ښارونو هم له پرون راپدیخوا ۳۱ بې‌پيلوته الوتکې لیدل شوي، چې ۲۹ یې راغورځولي او ۲ نورې هدف ته رسېدلې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!