نړۍ

په جاپان کې له رامنځته شوې زلزلې څلور کسان مړه او سلګونه نور ټپیان دي

Published

on

د جاپان په شمال ختیځ ساحل کې د ریښتر پر کچه  اووه اعشریه څلور درجې زلزلې لږ تر لږه څلور کسان مړه کړي او څه نا څه ۱۰۰ نور ټپیان دي.

د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا ویلي، حکومت د چمتوالي په  حالت کې دی او د راتلونکیو درې ورځو د زلزلو رامنځته کېدونه یې پوره تیاری نیولی دی.

د دغې زلزلې له کبله، چې مرکز یې د فوکوشیما په سواحلو کې ۶۰ کیلومټره ژوروالی لري؛ په بېلابېلو سیمو کې د څه باندې ۳۴ زره کورونو برښنا پرې شوې ده.

فوکوشیما د ۲۰۱۱ کال په مارچ میاشت کې هم د یوې سختې زلزلې شاهده وه، چې سونامي یې رامنځته کړ او ترې له ۱۸۰۰۰ ډېر کسان یې مړه کړل.

زلزلې د توکیو د ځینو برخو برښنا هم پرې کړه، چې بیا په پلازمېنه کې له درې ګړیو وروسته ونښلول شوه.

د یادونې ده، چې له کبله یې د جاپان په شمال ختیځ کې پر ټرانسپورټي لارو د ترافیکو تګ راتګ ودرېده.

Trending

Exit mobile version