تازه خبرونه
په جلال آباد کې د تېر ماښام چاودنې مالي او ځاني زیانونه اړولي
د ننګرهار ولايت د مرکز جلال آباد ښار د لومړۍ ناحیې په اړوند سیمه کې د تېرې ورځې ناوخته چاودنې د يوازني سکهـ اوسیدونکي ګلچرن په ګډون هټيوالو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
د دې ولایت امنیتي چارواکو ويلي، چاودنه په یوه ګلدان کې د ځای پر ځای شوي ماین له کبله رامنځته شوې، چې ۶ کسان یې ټپیان کړي او ګڼشمېر دوکانونو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
زیانمن شوي هټيوال جان آغا څرګنده کړې، په دې ولایت کې د يوازني پاتي افغان سیکهـ ګلچرن هټۍ هم ویجاړه شوې ده.
هټيوال میا نورالدین شاه میاخېل ويلي، چې میلیونونه افغانۍ تاوان ور رسېدلی دی.
د جلال آباد ښار اوسېدونکي محمد دین وايي؛ شومې کړۍ په داسې ځایونو کې چاودنې کوي، چې د افغانانو تر منځ حساسیت را وپاروي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویاند قریشي بدلون ويلي، چاودنه په يوه ګدان کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکیو توکو له کبله رامنځته شوې، چې شپږ کسان يې ټپیان کړي دي.
هغه دا هم مني، چې د دې چاودنې له کبله د پېښې سیمې ته ورڅېرمه يو شمېر هټيو ته مالي زیانونه وراوښتي دي.
د دغې چاودنې مسوولیت تر دې دمه چا په غاړه ندی اخیستی.
سیمه ییز مسوولین وايي يو شمېر کړۍ هڅه کوي امنیتي فضا ګډوډه کړي او خلکو ته وښيي، چې امنیت نشته؛ خو امنیتي ارګانونه هڅه کوي دغه ډول کسان ونیسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
خلک له اسلامي امارت څخه غواړي، چې د دې ډول پېښو مخنیوی وکړي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.
تازه خبرونه
د ایران او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو خپلې ټیلیفوني خبرې پر افغانستان راوڅرخولې
د ایران بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ عراقچي د دواړو ګاونډ او مسلمانو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله او دوستانه اړیکو د غځولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پراخولو لپاره د تهران پر هوډ هم ټینګار څرګند شو.
د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د وروستیو سیمهییزو پرمختګونو، دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ عراقچي د دواړو ګاونډ او مسلمانو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله او دوستانه اړیکو د غځولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پراخولو لپاره د تهران پر هوډ هم ټینګار څرګند شو.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو په اړه د اندېښنې له څرګندولو سره، هغه د دواړو خواوو ترمنځ د اختلافاتو د کمولو لپاره د سیمې د اغېزمنو هېوادونو پر همکارۍ د پرلهپسې خبرو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې یې هر ډول منځګړیتوب ته د ایران چمتووالی اعلان کړ.
دغه راز د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د اسلامآباد او کابل ترمنځ د وروستیو خبرو اترو د پایلو په اړه خبرې وکړې او په سیمه کې يې د سولې او ثبات د ساتلو پر اړتیا ټینګار وکړ.
دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د سیمهییز وضعیت؛ په ځانګړي توګه د افغانستان په اړه خپلې مشورې او اړیکې جاري وساتي.
تازه خبرونه
په پنجشېر کې پارنده بند ۱۰۰ سلنه بشپړ شو
د پنجشېر ولایت ویاند سیف الدین لټون زیاته کړې؛ دا لومړی ځل دی، چې د پنجشېر خلک به له خپلو اوبو څخه تولیدي برښنا وکاروي.
د پنجشېر والي ویاند ویلي، چې په دې ولایت کې د پارنده بند چارې ۱۰۰ سلنه بشپړې شوي او دا پروژه د ګټې اخیستنې په درشل کې ده.
د پنجشېر ولایت ویاند سیف الدین لټون زیاته کړې؛ دا لومړی ځل دی، چې د پنجشېر خلک به له خپلو اوبو څخه تولیدي برښنا وکاروي.
د لټون د څرګندونو له مخې؛ دا پروژه د اوکراین د برښنا څانګوالو(متخصصینو) او د «انټر ګلوبل میډل ایسټ» شرکت د ۷.۶ میلیون ډالرو پر لګښت ډیزاین او پلې کړې ده.
ویل کیږي، چې دا بند به د څلور میګاواټه برښنا د تولید وړتیا ولري.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت ځواکونو د خپل پلاوي په احترام له برید څخه ډډه وکړه – مجاهد
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني ځواکونو د برید په غبرګون کې ویلي، چې د اسلامي امارت ځواکونو د خپل مذاکراتي ټیم په احترام او د ملکي خلکو د مرګ او ژوبلې د مخنیوي په خاطر تر اوسه کوم غبرګون ندی ښودلی.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.
د مجاهد د څرګندونو له مخې، د خبرو په پخوانۍ غونډه کې د اوربند د غځولو او د تېري پر مخنیوي هم هوکړه شوې وه.
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان او پاکستان دې خپل تاوتریخوالی سولهییزه حل کړي – د قطر امیر
-
تازه خبرونه4 days agoله هیلو سره د استانبول غونډې ته ځو – د پاکستان بهرنیو چارو وزیر
-
تازه خبرونه5 days agoد کانونو په پروژو کې د کورنیو سرچینو د کارولو په اړه د پالیسۍ مسوده د تصویب لپاره وارزول شوه
-
تازه خبرونه5 days agoسعودي عربستان او بحرین د افغانستان د شمال له زلزله ځپلیو سره خواخوږي څرګنده کړه
-
څار4 days agoڅار: په هرات کې د ملګرو ملتونو د کار ځنډولو علت
-
تحول5 days agoتحول: په افغانستان کې د زلزلې د مخنیوي د حل لارو ارزونه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې سږ کال د کوکنارو کښت ۲۰ سلنه کم شوی- ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه4 days agoملګرو ملتونو د افغانستان او ایران په پوله کې خپل فعالیتونه وځنډول
