تازه خبرونه
په جوزجان کې د بیات پاور ۴۰ میګاواټه ګازي برښنا تولیدي توربین بېرته فعال شو
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د ګازي برښنا د تولید په برخه کې د بیات پاور شرکت پانګونه وستایله او له نورو پانګوالو یې هم وغوښتل، چې پر برښنا او نورو برخو پانګونه وکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د شنبې پر ورځ په جوزجان ولایت کې د بیات پاور شرکت د ۴۰ میګاواټه ګازي برښنا تولیدي توربین د بیا فعالولو مراسم پرانیستل.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د ګازي برښنا د تولید په برخه کې د بیات پاور شرکت پانګونه وستایله او له نورو پانګوالو یې هم وغوښتل، چې پر برښنا او نورو برخو پانګونه وکړي.
ملا عبدالغني برادر ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ودې او صنعتي کېدو لپاره مهم ګامونه پورته کړي او پانګوالو ته یې د پانګونې مناسب فرصتونه برابر کړي دي.
نوموړي له پانګوالو او صنعتکارانو وغوښتل، چې د هېواد په آبادۍ او خلکو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې ونډه واخلي.