سوداگري
په جوزجان کې د غالیو د پروسس چارې پیل شوې
د افغانستان په شمالي ولايت د جوزجان ولایت د آقچې ولسوالۍ په نوآباد ښار کې د غالۍ اوبدلو او پروسس د يوې نوې کارخونې د جوړېدو چارې پيل شوې.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا نوې ودانۍ به لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او د ۱۵۰،۰۰۰ دالرو پر لګښت به جوړه شي.
دغه ودانۍ د آقچې ولسوالۍ په دوه زره متره مربع ځمکه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) پر مالي مرسته جوړېږي.
په جوزجان ولایت کې د طالبانو د والي محمد اسماعیل راسخ د څرګندونو له مخې؛ د غالۍ جوړولو ټول پړاوونه به په دغه مرکز کې بشپړ شي.
راسخ ويلي: دا د افغانستان د خلکو لپاره یو ښه خبر دى؛ ځکه، چې د دې مرکز له جوړېدو سره به د غاليو پرې کول او پروسس کېږي او له دې ځايه به بهرنيو هېوادونو ته لېږدول کېږي.
افغانستان په نړۍ کې د لاس اوبدنه تر ټولو غوره غالۍ لري، چې هر یو یې خپل ځانګړی دیزاین او طبیعي رنګ لري.
