تازه خبرونه

په جوزجان کې د ناڅاپي اورلګېدنې پر وخت د عجیبو مخلوقاتو لیدل

Published

on

Last Updated on: زمری ۲۲, ۱۴۰۱

د جوزجان ولایت په فیض آباد ولسوالۍ کې چارواکو ویلي؛ له ۵۰ ډېر کورونه د هغه اور خوراک شوي، چې د لګیدو دلیل یې نه معلومیږي او ناڅاپه رامنځته شوی دی.

د جوزجان ولايت د فيض آباد ولسوالۍ د بالامردیان د کلي اوسېدونکیو ويلي، چې اور په طبيعي بڼه رامنځته کېږي او هر څه لولپه کوي.

د جوزجان د امنیت آمر سراج الدین احمدي هم وايي، چې تر اوسه د طبیعي اور لګېدنې له کبله د استوګنې شاوخوا پنځوس کورونه سوځېدلي او دا اورلګېدنه اوس هم روانه ده.

نوموړي زیاته کړې، د دغه کلي اوسېدونکیو ته ډېر مالي زيانونه اوښتي دي.

د جوزجان ولايت د کار او ټولنيزو چارو مشر قاري نورالله مسافر، چې د فيض آباد ولسوالۍ د بالا مرديان د کلي اصلي اوسېدونکی دی؛ وضعيت د اندېښنې وړ بولي. او زیاتوي؛ اوسمهال په دغه کلي کې د استوګنې کورونه يو پر بل پسې ناڅاپه اور اخلي او سوځيږي.

قاري نورالله مسافر ویلي، چې ښځو او ماشومانو عجيبه څيزونه او مخلوقات ليدلي او یوشمېر یې له وېرې دا مهال د ناروغيو په بستر کې پراته دي.

نوموړي څرګنده کړې؛ یو شمېئر ښځو او ماشومانو ته ځاني زیان رسېدلی او ان د بېسدۍ او بېهوښۍ حالت ته رسېدلي دي. یعنې ځینې ښځې تو ماشومان زیانمن شوي هم دي.  

د سيمې يو شمېر اوسیدونکي په دې کلي کې وضعيت د اندېښنې وړ بولي او وايي، چې د اور لګېدو پر مهال يوازې يو شمېر ښځې او ماشومان  ځينې عجیب مخلوقات ویني.

دغه اوسیدونکي له اسلامي امارت غواړي، چې د خلکو وضعیت ته پام وکړي. اوس هم د دې اورلګیدنې اصلي دلیل ندی معلوم؛ خو ښايي په طبیعي بڼه له ځمکي ګاز راپورته او بیا اور اخلي.

Trending

Exit mobile version