لوبی

په خوست کې د افغان او پاکستانیو لوبغاړیو تر منځ آزادې سیالۍ پیل شوې

Published

on

د سویل ختیځ زون په خوست ولایت کې د یووالي تر سرلیک لاندې د افغانستان او پاکستانيو لوبغاړیو ترمنځ رزمي( آزادې) دوه ورځنۍ سیالۍ پيل شوې، چې په کې ۱۴ ـ ۱۴ لوبغاړیو برخه اخیستې ده.

په خوست ولایت کې د دې سیالیو جوړوونکیو ويلي، له دې سیالیو یې نړۍ ته موخه دا ده، چې په افغانستان کې امن دی، ژوند روان دی او هر هېواد کولی شي په بېلابېلو برخو کې خپل لوبغاړي افغانستان ته له افغانانو سره سیالیو ته راولېږي.

په خوست کې د کی اف ان ټولنې مشر نعمت الله همت زیاته کړې: مونږ په افغانستان کې ډېر قوي لوبغاړي لرو، چې ښې لوبې یې وکړې. مونږ غواړو دا لړۍ نوره هم وغزوو او یو ښه ګاونډيتوب ولرو او نورې نړۍ ته وښیو، چې په افغانستان کې امن دی او د نورو هېوادونو لوبغاړي هم راشي.

له پاکستان څخه راغلي لوبغاړي خوښ دي، چې په افغانستان کې یې سیالۍ وکړې او وايي، چې دوی به هم داسې زمینه برابره کړي، چې افغان لوبغاړي پاکستان ته وبلل شي او هلته هم له مینې ډکې ورته سیالۍ ترسره کړي.

د رزمي لوبو پاکستانی لوبغاړی بسم الله وایي: د کوټې له کچلاغه راغلي یوو؛ ډېر خوښ یوو، خلکو ډېره مینه راکړه او ډېرې ښې لوبې ترسره شوې. مونږ غواړو افغان لوبغاړي پاکستان ته را دعوت کړو، چې دوی هم هلته آزادې سیالۍ ترسره کړي دلته د خلکو له مینې مننه کوو.

د رزمي لوبو یو بل پاکستانی لوبغاړی عبدالرحمان نومی وایي:  دلته ډېرې ښې لوبې وشوې؛ مونږ خوشحاله یوو، چې افغانستان ته راغلي یوو. دلته ډېر تکړه لوبغاړي شته، چې له مونږ سره یې ډېرې ښې سیالۍ وکړې. د دوی وړتیاوو ته باید پام وشي. مونږ غواړو دوی پاکستان ته راشي او هلته دا ډول ټورنمنټ ترسره کړي.

د آزادو سیالیو افغان لوبغاړي بیا وايي؛ د دوی لپاره حکومت او سوداګرو هیڅ لاسنیوی ندی کړی، چې په خبره یې تکړه لوبغاړي لري او ډېري یې بهر ته د سیالیو لپاره د اقتصادي ستونزو له کبله نشي تللی.

د رزمي لوبو افغان لوبغاړی شېر شاه و ایي: په هېواد کې د سپورټ په برخه کې هیڅ پام ندی شوی؛ نه سوداګرو کړی او نه هم ورته حکومت کړی. مونږ تکړه لوبغاړي لرو، چې بهر ولوبېږي؛ خو هغوی اقتصاد کمزوری دی او نشي کولی بهرنیو هېوادونو کې سیالۍ وکړي.

د رزمي لوبو لوبغاړي ممتاز ویلي: که په بهرنیو هېوادنو کې راته د سیالیو زمینه برابره شي، مونږ تکړه لوبغاړي لرو او هېواد ته به ویاړونه راوړي؛ خو مونږ ته هیڅ پام ندی شوی.

هغه له حکومت او سوداګرو څخه د دغې زمینې د برابرولو غوښتنه هم وکړه.

د رزمي لوبو دا لوبغاړي وايي؛ که آسانتیاوې ورته برابرې شي نه یوازې به په هېواد د ننه ښې لاسته راوړنې ولري، بلکي په نړیوالو لوبو کې به هم افغانستان ته ویاړونه راوړي.

Trending

Exit mobile version