تازه خبرونه
په خوست کې د ملي راډیو ټلویزیون خبریال عابد شهید شو
د افغانستان ملي راډيو تلويزيون په ایکس پاڼه کې زیاته کړې: د ملي راډيو ټلويزيون د خپرونو مدیر تواب ارمان او موټر چلوونکى يې ټپيان شوي دي.
د پکتیا ملي راډیو ټلویزیون خبریال عبدالغفور عابد، چې د اسلامي امارت اد ځواکونو او پاکستانيو پوځیانو ترمنځ د نښتې د پوښښ لپاره لېږل شوی و؛ د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې شهید شوی دی.
د افغانستان ملي راډيو تلويزيون په ایکس پاڼه کې زیاته کړې: د ملي راډيو ټلويزيون د خپرونو مدیر تواب ارمان او موټر چلوونکى يې ټپيان شوي دي.
د افغانستان د آزادو خبریالانو اتحادیه دا پېښه غندي او د ژورنالیستیکو اصولو، انساني ارزښتونو او د بیان آزادۍ څخه یې ښکاره سرغړونه ګڼي.
د افغانستان د آزادو خبریالانو د ټولنې رییس حجت الله مجددي د بیان آزادۍ دفاع کوونکو نړیوالو بنسټونو، د خبریالانو ملاتړ کوونکو او د هېواد له مسوولو چارواکو څخه غواړي، چې دا پېښه وڅېړي او د خبریالانو د خوندیتوب لپاره بېړنۍ او اغېزمنې هڅې وکړې.
ویل کیږي، چې د عبدالغفور عابد جسد له خوست ولایت څخه پکتیا ولایت ته لېږدول شوی دی.
