تازه خبرونه

په دوحه کې د افغانستان په اړه څلورمې غونډې ته چمتووالی روان دی

Published

on

 د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالې کرن ډيکر ويلي، چې په دوحه کې د افغانستان په اړه د څلورمې غونډې ته چمتووالی روان دی.

د دوحې له درېیمې غونډې درې اوونۍ وروسته د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالې ويلي: د دوحې څلورمه غونډه په لاره ده؛ خو د دې مهمې غونډې له جوړېدو مخکې ډېرو خبرو ته اړتیا ده.

 کرن ډیکر وايي، د دوحې له راتلونکې غونډې مخکې ډېرو خبرو ته اړتیا ده.

هغه وایي: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ویلي، چې له اسلامي امارت سره د اړیکو ټینګول د لویدیځو هېوادونو غوښتنه ده.

کرن ډیکر د افغانستان په اړه د دوحې د درېیمې غونډې په اړه په یوه مجازي غونډه کې ویلي، چې په دې سرمشریزه کې د هېوادونو اکثرو ځانګړو استازو په خپلو څرګندونو کې د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکلو ملاتړ وکړ.

میرمن ډیکر زیاتوي؛ په افغانستان کې ستونزې ډېرې پېچلې دي او ملګري ملتونه غواړي، چې د حل لپاره یې خپل ځانګړی استازی وټاکي.

هغې ویلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو موضوع اوس هم د میز پر سر ده.

کرن ډیکر وایي: استازو ملګرو ملتونو ته څرګنده کړې، چې د افغانستان بهیر ډېر پېچلې دی او بايد يو څوک يې مسووليت پر غاړه ولري؛ نو د دې ټولو د تنظيم لپاره د مرکزي څېرې د ټاکلو خبره اوس هم پر مېز پرته ده.

نوموړې دا هم ویلي، چې د دوحې په درېیمه غونډه کې د هېوادونو ځانګړو استازو د افغان ښځو له حقونو ملاتړ وکړ او لنډمهالي حکومت ته یې خبرداری ورکړ، چې د نیمايي نفوس له څنډې ته کولو سره به دا هېواد پرمختګ ونکړي.

کرن ډیکر ټینګار کوي، چې نړۍ د افغانستان د اوسني حکومت په اړه د چارواکو د کړونو له مخې قضاوت کوي.

هغې زیاته کړې، چې په عمل کې داسې څه ندي شوي، چې بندیزونه لرې شي او یا له نړیوالې ټولنې سره سرپرست حکومت مدغم شي.

هغه وایي: مونږ د طالبانو غوښتنو ته تسلیم شوي نه یوو؛ طالبان داسې غوښتنې لري، چې ورته رسیدلي ندي.

دوی غواړي، چې کنګل شوې پیسې ازادې شي، بندیزونه لرې شي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته ورکړ شي؛ خو دا ډول کارونه شوي ندي.

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا سره د دوحې د درېیمې ناستې د لاسته راوړنو او له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د اړیکو په اړه خبرې وکړې.

ارګ په یوه بیان کې ویلي، روزا اتنبایوا د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ په لوړه کچه خبرې اترې د رغنده اړیکو د ټینګښت لپاره مهمې وبللې.

ویل کیوي، چې د دوحې د وروستۍ ناستې د پرېکړو پر بنسټ د افغانستان د خصوصي او بانکي سکټورونو د ملاتړ او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې لپاره د دوه کمیټو پر جوړولو کار روان دی او یو شمېر پرمختللیو هېوادونو هم په دې برخه کې لېوالتیا ښودلې ده.

Trending

Exit mobile version