تازه خبرونه
په دوحه کې د افغان سولې څو اړخیزه غونډه ترسره شوه
رویټرز راپور ورکړی، چې د سې شنبې پر ورځ د زمري ۱۹ د قطر په دوحه کې د افغان سولې بهیر په اړه څو اړخیزه غونډه جوړه شوې، چې په کې برخه اخیستونکیو د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره د سیاسي جوړجاړي غوښتنه وکړه.
دا خبرې په داسې وخت کې پیل شوې، چې طالبانو د افغانستان له ۳۴ ولایتونو د ۷ ولایتي مرکزونو څخه د لویدیځ ولایت فراه د نیولو اعلان هم وکړ. دا اووه ولایتونه له یوې اوونۍ څخه په لږ وخت کې نیول شوي دي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په دې غونډه کې د چین، امریکا، انګلستان، پاکستان، ازبکستان، ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې استازيو ګډون کړی و.
د ټولو اړخونو استازیو هوکړه وکړه، چې د خبرو اترو له لارې سیاسي حل د افغانستان د ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره د حل یوازنۍ لار ده او باید درناوی ورته وشي.
د افغانستان په چارو کې د چین د بهرنیو چارو وزارت استازي شیائونګ د چین مرکزي تلویزیون (سي سي ټي وي) سره په یوه ځانګړې مرکه کې څرګنده کړې، چې د چین حکومت به په دې برخه کې رغنده رول لوبول روان وساتي او د بېلابېلو لوریو له لارې به خبرو اترو ته وده ورکړي.
د رویټرز د راپور له مخې، په دې غونډه کې د افغان مسلې پر سوله ییز حل ټینګار شوی دی.
د یادونې ده، چې چین، امریکا، روسیه او پاکستان به د چارشنبې پر ورځ په دوحه کې سره وګوري او د افغانستان په اړهخ به اندېښنې او اندونه تبادله کړي.