تازه خبرونه

په دوحه کې له امریکايي پلاوي سره دوه ورځنۍ خبرې مثبتې وې – امیر خان متقي

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ويلي؛ په دوحه کې له امریکايي پلاوي سره دوه ورځنۍ خبرې ډېرې مثبتې وې او دواړه لوري په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې همغږي دي.

امیرخان متقي له الجزیرې خبري چینل سره په خبرو کې ویلي، چې په دغو خبرو کې د افغانستان ملي حاکمیت ته پر درناوي ټینګار شوی او اسلامي امارت له امریکا غوښتي، چې بندیزونه دې لغو او د افغانستان بانک پیسې دې آزادې کړي.

امیر خان متقي زیاته کړې؛ چارسمبالی حکومت به اجازه ورنه‌کړي، چې د افغانستان خاوره د امریکا په ګډون د کوم هېواد پر ضد وکارول شي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیرخان متقي وايي: مونږ له امریکايي پلاوي سره په لیدنه کې دوی ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان له خاورې به د امریکا په ګډون د متحدینو او شریکانو پر وړاندې کار وانه‌خیستل شي؛ په افغانستان کې سراسري امنیت ټینګ شوی او امریکا په‌دې خبره خپله هم اعتراف کوي. د داعش پر وړاندې مبارزه له لاسته راوړنو ډکه ده، چې نړیوال هم پر دې موضوع متفق دي. ناامنۍ په بې مخینې توګه کمه شوې؛ امنیتي او دفاعي ځواکونو د افغانستان په ګوټ ګوټ کې بشپړ امنیت ټینګ کړی او د هېواد له ثبات او حاکمیت څخه ساتنه کوي.

د بشري حقونو د درناوي ترڅنګ د امریکا له اندېښنو څخه یوه هم له افغان زندانونو څخه د امریکايي بندیانو خلاصون دی. دا هغه څه دي، چې په دوحه کې د امریکايي پلاوي او امارت ترمنځ په خبرو کې پرې بشپړ ټینګار څرګند شوی دی.

که څه هم دا نه ده څرګنده، چې څومره امریکايي وګړي په افغانستان کې بندیان دي؛ خو له دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي وه، چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۷۵ امریکايي وګړي شته، چې ځینې یې د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست میاشت کې د جمهوریت له سقوط وروسته افغانستان ته داخل شوي وه.

امیرخان متقی وايي: مونږ غواړو، چې په افغانستان کې د بهرنیو بندیانو مسله په داسې بڼه حل کړو، چې ټولې خواوې پرې راضي وي. له امریکايي پلاوي سره په خبرو کې د امارت پر چارواکو د سفر د محدودیتونو پر لرې کولو او له هېواده بهر د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ پر راستنولو ټینګار وشو او باور لرو، چې دغه اقدامات به د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د قطر په بهرنیو چارو کې د دولت له وزیرې سره وکتل او له افغانستان سره یې د قطر د همکاریو د دوام او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.

Trending

Exit mobile version