تازه خبرونه
په دولتي ادارو کې د افرادو د ګومارلو پر مهال اسلامي اصول او د رعیت ګټې په پام کې ونیسئ
د اسلامي امارت مشرتابه په یوه غږیز پيغام کې، چې د لوړو زدهکړو وزارت له لوري خپور شویدی؛ له ټولو حکومتي چارواکو غوښتي، چې د خلکو په ګومارنه کې اسلامي اصول او د ولس ګټې په پام کې ونیسي.
په دغه غږیز پیغام کې شیخ هبة الله آخوندزاده ویلي، چې اسلامي امارت به د اسلامي شریعت په پلي کولو کې پوره پاملرنه ولري. اوس، چې د اسلامي امارت ځواکونه په ښارونو کې ځای پر ځای شوي باید د الهي نظام په پلي کولو او د خلکو په هدایت کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.
د اسلامي امارت مشر سپارښتنه کړې: هر هغه څوک، چې مقرریږي او له ګومارنې سره یې رعیت او اسلامي نظام ته زیان رسويږي؛ باید له دندې ګوښه شي. د خلکو ګومارنه باید د رعیت د ګټو او اسلامي شریعت پر بنسټ وي.
د لوړو زدهکړو وزارت د اسلامي امارت د مشرتابه د غږیز پيِغام له خپرولو سره ويلي، چې د اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبة الله آخوندزاده د وزارتونو او خپلواکو دولتي ادارو د بشري سرچینو رییسانو ته په وینا کې سپارښتنه کړې، چې په دولتي ادارو کې د افرادو د ګومارلو پر مهال اسلامي اصول په پام کې ونیسي او له شخصي ذوقونو دې ډډه وکړي.
د اسلامي امارت مشرتابه زیاته کړې؛ اسلامي امارت به د اسلامي شریعت په پلي کولو کې پاتې رانشي او اوس، چې د اسلامي امارت ځواکونه په ښارونو کې ځای پر ځای شوي دي؛ باید د اسلامي شریعت د پلي کولو او خلکو ته د شریعت پر لور لارښوونه وکړي.
د اسلامي امارت مشرتابه دا هم ویلي دي، چې ملکي مامورین باید له شرعي دلیل پرته استعفا ته اړ نشي او د اسلامي شریعت په تطبیق کې به ځنډ ونه کړي.
یو شمېر پوهان بیا وايي، چې د حکومتدارۍ د ودې لپاره باید نوي قوانین جوړ شي؛ ځکه، چې اسلامي امارت پخواني قوانین لغو کړي دي.