Connect with us

تازه خبرونه

په راتلونکي کال کې به له ۵ میلیون ډېرې برښنايي پېژندپاڼې ووېشل شي – چارواکي

خپور شوی

د

نن (یکشنبه د مرغومي ۲۱) مشرانو جرګې د تذکرو د ترلاسه کولو په بهیر کې د ننګونو له کبله دې جرګې ته د ځواب ویلو لپاره د احصائیې او معلوماتو ریاست او د برښنایي تذکرو د وېش مشران غوښتي وه.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړيو ويلي، چې د برښنایي تذکرو د وېش بهیر ورو دی او خلک یې له ګڼو ننګونو سره هم مخ کړي دي.

د مشرانو جرګې د ملي اقتصاد د کمېټې مشر عبدالوهاب عرفان په دې اړه ویلي: د برښنایي پېژندپاڼو غوښتونکیو ته د وېش مرکزونه ډېر لږ دي؛ پېنځه مرکزونه د کابل پېنځه میلیوني ښار لپاره بسنه نکوي  او د وېش بهیر یې هم ورو دی او خلک يې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي دي.

د مشرانو جرګې لومړي نایب څرګنده کړې؛ که د هېواد ټولو وګړیو ته د برښنايي تذکرو وېش تر سره شي، د هېواد د ټاکنو بهیر به هم ورسره روڼ وي.

د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار زیاته کړې، چې د دې بهیر له بشپړیدو سره به په ټاکنو کې د جعل او درغلیو مخه هم ونیول شي

د احصائیې او معلوماتو ملي اداره څرګندوي، چې د برښنايي پېژندپاڼو د وېش وړتیا لوړ شوی او په راتلونکي کال کې به له پېنځه میلیون ډېرو افغانانو ته ووېشل شي.

د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې مشر جاوید رسولي ویلي: مونږ څو میلیوني موخې ټاکلي او د یو کال په اوږدو کې به له ۵ میلیون ډېرو کسانو ته توزیع شي. وړتیاوې ډېرې شوي او په ۳۴ ولایتونو کې د وېش مرکزونه جوړ کړي، چې خلک وکولی شي برښنایي پېژندپاڼې تر لاسه ګټه ترې پورته کړي.

د احصائیو او معلوماتو ادارې د ټینګار له مخې؛ افغان کډوالو ته د برښنایي تذکرو د وېش بهیر پیل شوی  او یوازې په ایران کې د میشت افغانانو لپاره د تذکرو د وېش شپږ مرکزونه جوړ شوي او دا بهیر په پاکستان کې هم پلې کیږي.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت ځواکونو د خپل پلاوي په احترام له برید څخه ډډه وکړه – مجاهد

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني ځواکونو د برید په غبرګون کې ویلي، چې د اسلامي امارت ځواکونو د خپل مذاکراتي ټیم په احترام او د ملکي خلکو د مرګ او ژوبلې د مخنیوي په خاطر تر اوسه کوم غبرګون ندی ښودلی.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.

د مجاهد د څرګندونو له مخې، د خبرو په پخوانۍ غونډه کې د اوربند د غځولو او د تېري پر مخنیوي هم هوکړه شوې وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کندهار په سپین بولډک کې د پاکستانيو پوځیانو په برید کې دوه کسان “شهیدان” شول

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له سیمې څخه د وتلو پر مهال په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۰ نور هم ټپیان شوي دي.

Published

on

د کندهار ولایت د سپین بولډک ولسوالۍ پر وردک او سیټ کلیو د پاکستانيو پوځیانو د هاوان په ډزو کې یوه ښځه او یو سړی “شهیدان” شول او دوه نور ټپیان دي.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له سیمې څخه د وتلو پر مهال په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۰ نور هم ټپیان شوي دي.

سرچینو آریانا نیوز ته زیاته کړې: د پاکستان پوځي رژیم نن یو ځل بیا د کندهار ولایت په “وېش” سیمه کې پر ملکي وګړو برید کړی؛ خو اوس شخړه مهار شوې ده.

دا پېښه نن (پنجشنبه د لړم پېنځلسمه) شاوخوا پېنځه بجې هغه وخت رامنځته شوه، چې پاکستان پرفرضي کرښه پرتو افغان ځواکونو د سپکو او درندو وسلو ډزې وکړې.

دغه راز ځایي اوسېدونکو ویلي، چې د پاکستان توغول شويو هاوانونو ان د سپین بولډک ولسوالۍ سوداګریز بازارونه پر نښه کړي او له همدې کبله ګڼ‌شمېر خلک له بازارونو وتلي او خوندي ځایونو ته پناه وړي.

د سیمې اوسیدونکو زیاته کړې؛ برید په خلکو کې وېره رامنځته کړې ده.

ویل کیږي، چې امنیتي چارواکو د جګړې د درېدو ډاډ ورکړی او افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې له هر ډول یرغل سره د مقابلې لپاره چمتو دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان او پاکستان دې خپل تاوتریخوالی سوله‌ییزه حل کړي – د قطر امیر

دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه کې د ټولنیزې پراختیا په اړه د دوه‌یمې نړیوالې غونډې پر مهال له ولسمشر آصف علي زرداري سره راپورته شوې دي.

Published

on

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني هیله ښودلې، چې افغانستان او پاکستان دې خپلې روانې ستونزې سوله‌ییزې حل کړي.

دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه کې د ټولنیزې پراختیا په اړه د دوه‌یمې نړیوالې غونډې پر مهال له ولسمشر آصف علي زرداري سره راپورته شوې دي.

د پاکستان د ولسمشرۍ له‌خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د قطر امیر د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وروستیو نښتو ته په نغوته کې ویلي؛ هغه هیله لري، چې پاکستان او افغانستان به وروستۍ ننګونې له منځه یوسي.

قطر د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ په خبرو اترو کې اړین رول لوبولي او د دواړو لوریو ترمنځ یې پر منځګړیتوب د اوربند هوکړه لیک لاسلیک شوی دی.

ویل کیږي، چې د قطر له امیر سره په کتنه کې د پاکستان ولسمشر د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د دوحې رول هم وستایه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!